هند: سپیو لسګونه هوسۍ وداړلې

د خپريدو وخت: 13:52 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

تورې هوسۍ په هند کې کمیاب ځناور بلل کېږي او په ښکار یې قانوني بندیز لګېدلی.

د هند په کانپور ښار کې کوڅه ډب سپي یوه ژوبڼ ته ننوتي او ۳۱ تورې هوسۍ یې داړلې دي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې پېښه د کانپور ژوبڼ د مسوولینو د بې غورۍ له امله رامنځ ته شوې.

د ژوبڼ دیوال غورځېدلی و او د بیارغونې چارې پر ټاکلي وخت پای ته و نه رسېدې، چې له امله یې د تېرې شنبې په شپه کوڅه ډب سپي ژوبڼ ته ننوتل او هوسۍ یې وداړلې.

د ژوبڼ مسوولین وايي کله، چې دوی غوښتل ګهیځ مهال د ژوبڼ معاینه وکړي، چې ډله سپي یې په داسې حال کې ولیدل، چې د هوسیو غوښې یې خوړلې.

د هوسیو د مړینې په اړه خپور شوي ‌‌طبي رپوټ کې ویل شوي، چې سپیو ښپږ هوسۍ داړلې او نورې له مړې وژل شوې دي، خو وروسته سپیو هغه نورې هم وداړلې.

په دولتي بیانیه کې ویل شوي، چې ایالتي اعلی وزیر اکھیلیش یادو د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی او د ژوبڼ د رییس په ګډون یې شپږ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

بیانیه کې دا هم راغلي، چې نوموړي د کانپور ځايي چارواکو او ښاروالۍ ته د کوڅه ډب سپیو د له منځه وړلو امر کړی.

اعلی وزیر دغه راز امر کړی، چې باید معلومه شي، سپي څه ډول د هوسیو پنجرې ته ننوتل.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د کانپور په دغه ژوبڼ کې ټولټال ۳۸ تورې هوسۍ ساتل کېدې، چې اوس یې یوازې اووه پاتې دي.

تورې هوسۍ په هند کې کمیاب ځناور بلل کېږي او په ښکار یې قانوني بندیز لګېدلی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .