منمهوهن سنګ: پاکستان غیر انساني عمل کړی

د خپريدو وخت: 13:42 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

د جنوري په اتمه پاکستانیانو په کشمیر کې یو غیر انساني کار کړی. منموهن سنګ

د هند لومړي وزیر ښاغلي منموهن سنګ ویلي، چې کشمېر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوربند په سیمه (لاین اف کنټرول) کې چې پاکستان کوم غیر انساني کار کړی، له امله یې د دواړو هېوادونو اړیکې اغېزمنې کېدای شي.

نوموړی دا خبره د هند د واکمن کانګریس ګوند کلنۍ غونډې ته، چې په جې پور ایالت کې دوام لري وکړه. هغه زیاته کړه د دوه کسه هندي پوځیانو له وژل کېدو سره په هند کې سخته غوسه راپارېدلې او اوس باید پاکستان د عمل په ډګر کې ثابته کړي، چې له خپل ګاونډي هېواد هند سره ښې اړیکې غواړي. نوموړي وویل:

"د جنوري په اتمه پاکستانیانو په کشمیر کې یو غیر انساني کار کړی، موږ هغوی ته ویلي، چې له دې امله به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شي. موږ غواړو له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو، خو پاکستان هم باید په دې لړ کې اقدامات وکړی، یوازې زموږ په هڅو داسې کېدل ممکن نه دي."

د کانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندي او د هغې زوی راهول ګاندي په ګډون د غونډې ګډونوالو د ښاغلي سنګ د څرګندونو ستاینه وکړه.

هند ادعا کوي، چې د جنوري په اتمه پاکستاني پوځیانو د کشمېر په لانجمنه سیمه کې د دغه هېواد دوه سرتېري ووژل. له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې دي.

څو ورځې مخکې هم د هند لومړي وزیر ویلي و، چې له دې پېښې وروسته ممکنه نه ده، چې له پاکستان سره عادي خپل منځي اړیکې وپالي.

هند کې له مظاهرو وروسته هندي چارواکو هغه هېواد ته ورغلي یو شمېر پاکستاني لوبغاړي او هنر مندان بېرته خپل هېواد ته واستول.

"هند ادعا کوي، چې د جنوري په اتمه پاکستاني پوځیانو د کشمېر په لانجمنه سیمه کې د دغه هېواد دوه سرتېري ووژل. له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې دي."

د جې پور په غونډه کې ډېری ګډونوالو د نورو مسایلو پر سره له خبرو سره سره له پاکستان سره د خپل هېواد د اړیکو پر سر وغږېدل.

د غونډې په لومړۍ ورځ د کانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندي هم په خپله وینا کې د پاکستان پر ضد سخت دریځ غوره کړ او ویې ویل، چې د پاکستان دغه ډول چلند د زغملو وړ نه دی.

د جنوري په لومړیو کې پاکستان ادعا وکړه، چې هندي پوځیانو یې دوه تنه سرتېري وژلي خو هند دغه ادعا رد کړه. له دې څو ورځې وروسته هندي چارواکو شکایت وکړ، چې په کشمیر کې پاکستاني پوځیانو دوه کسه هندي سرتېري وژلي دي، پاکستان دغه ادعا رد کړه او د ملګرو ملتونو په وسیله یې په دې اړه د څېړنو وړاندیز وکړ.

د دواړو هېوادونو تر منځ د ویزا په برخه کې د جنوري له ۱۵ وروسته یو څه نرمښت په پام کې نیول شوی و، خو اوس مهال دغه پرېکړه لغو شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .