اسراییل کې ټول ټاکنې پیل شوې

د خپريدو وخت: 12:04 گرینویچ - سه شنبه 22 جنوري 2013 - 03 سلواغه 1391

له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د رای اچونې صندوقونه ځای پرځای شوي دي.

په اسراییلو کې د پارلمان -کنست- لپاره رای اچول پیل شوي دي.

نظرسنجونې او وړاندوېینې وايي، چې د ښي اړخي لیکود ګوند او د درېیم ځل لپاره د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریالیتوب چانس ډېر دی.

رای اچوونکي د پارلمان د یوسل او شلو غړیو د ټاکلو لپاره رایې ورکوي.

رای اچونه په سیمه ییز وخت د سهار له نهو بجو پیل شوې، چې د شپې تر لسو بجو پورې به دوام وکړي.

په پام کې ده، چې د پارلمان د نولسمې دورې د دغو ټاکنو پایلې د راتلونکې چارشنبې په ورځ اعلان شي.

نظرسنجونې ښيي، چې لومړی وزیر او د ښي اړخي ګوند مشر بنیامین نتنیاهو د بریالیتوب چانس ډېر دی.

ښاغلی نتنیاهو د ۲۰۰۹ له مارچ راهیسې د ایتلافي دولت مشر دی.

په اسراییلو کې د اوسنیو رای اچونو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، چې تر پنځو میلیونو، شپږ سوه زرو ډېر کسان د رای اچونې حق لري.

له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د رای اچونې صندوقونه ځای پرځای شوي دي.

د اسراییلو په اوسنیو ټاکنو کې امنیت او له ایران سره د اسراییلو ښکر په ښکر کېدل مهم ګڼل شوي، خو اقتصادي برخه هم د نه هېرېدو ده.

د یوې ترسره شوې نظرسنجونې له مخې، د لیکود ښي اړخی ګوند، د کيڼ اړخي، منځلاري او سیکولر ګوندونو په پرتله د بریالیتوب ډېر چانسونه لري.

نظرسنجونې ښيي، چې له پنځو رای اچوونکو یوه کس لاهم تصمیم نه دی نیولی، چې چا ته رایه ورکړي.

دا اټکل هم شته، چې د ښي اړخي ګوند په بریالیتوب سره به، له فلسطين سره د سولې خبرې په ټپه ودرېږي او اسراییل به له ډپلوماتیک ډګره لرې وساتل شي.

په وروستیو کې د (یهودي کور) ګوند مینه وال ډېر شوي، چې مشري یې میلیونر نفتالي بنیت کوي.

نوموړی د ښي اړخي ګوند غړی دی.

نظرسنجونې ښيي، چې له پنځو رای اچوونکو یوه کس لاهم تصمیم نه دی نیولی، چې چا ته رایه ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .