د هند او پاکستان ترمنځ د نښتو پلټنه پيلېږي

د خپريدو وخت: 21:44 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

هندوستان ادعا لري چې د دې نه وروسته د جنورۍ په اتمه نېټه د پاکستاني ځواکونو لخوا ېې دوه پوځيان وژل شوي وو

د ملگرو ملتو د سولې ماموريت ويلي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير لانجمنه سيمه کې د کنټرول کرښې اوږدو کې د وروستېو نښتو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

دغه نښتې د جنورۍ پر شپږمه نېټه شوې وې.

اسلام اباد کې د ملگرو ملتو څارونکې ډلې وياند، اندري مېچل د بي بي سي پوښتنې ته په ليکلي ځواب کې ويلي دا پلټنې د جنورۍ له ٢٠ نېټې نه پيل شوې دي.

د یادونې وړه ده چې پر دې کرښه چې په کنټرول لاين يادېږي يو پاکستانی پوځی وژل شوی او بل تن ژوبل شوى و.

له دې پېښې وروسته پاکستان په رسمي ډول د ملگرو ملتونو څارونکي دفتره د پېښې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو ماموريت وياند د برېښناليک له لارې ورکړل شويو ځوابونو کې ويلي "ټاکل شوې وه دا پلټې د جنورۍ پر ١٤ مه پېل شي خو د هوا ناوړه حالت له امله وځنډول شوې".

ده وويل د واورې ډېر اورښت له امله د دې امکان نه و چې د څارونکې ډلې غړي سيمې ته ورغلى وى.

په دې سيمه کې د تاوتريخوالي وروستۍ پېښې هغه مهال وشوې چې د پاکستان پوځ په وينا د جنورۍ پر شپږمه نېټه هندي پوځيان د کنټرول کرښې نه تېر او د پاکستان دوه پوځيان يې سخت ژوبل کړل چې يوۀ يې وروسته ساه ورکړه.

هندوستان بيا ادعا لري چې د دې نه وروسته د جنورۍ پر اتمه نېټه د پاکستاني ځواکونو لخوا يې دوه پوځيان وژل شوي وو چې له يوه څخه يې سر پرې شوى وو.

له دې پېښو وروسته د د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوترېخوالى زيات شوى او څو ورځې وړاندې د هند لومړي وزير په يوۀ سخت پيغام کې ويلي وو چې له دې پېښې وروسته پاکستان سره اړيکي د تېر په څير نه شي پاتې کېدى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .