ملګرو ملتونو د خوړو ضایع کولو پر ضد مبارزه پیل کړې

د خپريدو وخت: 07:39 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

په دغو هېوادونو کې د خوړو د لا ډېر توليد لپاره هلې ځلې سرچينې زيانمنوي، سره له دې چې لا ډېر خلک وږي پاتې کېږي.

د ملګرو ملتونو چاپېريال ساتنې پروګرام او هم د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د خوړو ضايع کولو پر وړاندې نړيواله مبارزه پيل کړې.

دغه مبارزه چې (فکر وکړه، وخوره او وساته) بلل کېږي، هدف يې د خوړو توليدونکيو، ټولپلورونکيو او پېرېدونکيو هڅول دي، چې له ضايع کولو ډډه وکړي، چې ملګري ملتونه باور کوي ګنې په داسې حال کې چې لا اوس هم د نړۍ لروبر خورا ډېر وګړي له لوږې سره لاس او ګرېوان دي، دا نه يوازې بې مسووليته کړه وړه دي، بلکې په پراخ ډول چاپېريال ته هم زيان رسوي.

له جينيوا نه د بي بي سي خبرياله اېموجين فولکس په خپل رپوټ کې وايي:

"محافظه کاره ارزونې ښيي چې د ټولو خوړو دريمه برخه ضايع کېږي. دا د هر معيار له مخې يوه رسوايي ده، نه يوازې دا چې د نړۍ لروبر ۸۰۰ میليونه خلک پوره خواړه نه لري، بلکې د خوړو رسېدو کې د اوبو، حاصلاتو چارو کې يې د کار او کارګر او هم يې لېږدولو کې د سون موادو ضايع کول دي."

د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام مشر اخيم شټاينر وايي، د هغه څه په اړه چې خورو يې، زموږ د ضايع کولو دريځ د زغم وړ نه دی:

د خوړو ضايع کولو مخنيوي مبارزې هدف په لومړي ګام کې هغه هېوادونه دي چې له نورو ډېر خواړه ضايع کوي، شتمن هېوادونه. خو ګټې به يې لکه څنګه چې يې ملګري ملتونه هيله لري، په پرمختيايي يا مخ پر ودې هېوادونو کې احساسېږي.

"ډېر ژر به موږ د دې ځمکې پر سر ۹ مليارده شو، بايد په پراخ ډول کرنيز توليد زيات کړو. نن له وړاندې پر دې پوهېږو چې د ځمکې د کرې لروبر کې په بې ساري کچه خړوبې ځمکې له لاسه ورکوو، دا زموږ د خوړو خونديتوب ريښتينی بنسټ دی. د اوبو سرچينې مو کمېږي، ۷۰ سلنه اوبه په کرنه کې کارول کېږي. نو دا چې د راتلونکو نسلونو د خوړو برابرولو پر لارو چارو بحث وکړو، بايد د خړوبولو لا نورې سرچينې ولرو، لا زيات توليد ولرو، پوښتنه دا ده دا به څنګه کوو، په داسې حال کې چې رښتينې طبيعي پانګه خلاصوو چې د خوړو توليد کې پرې تکيه کوو. "

د ملګرو ملتو دغو ادارو نوې مبارزه کې به پېرودونکي، رستورانونه، هوټلونه او لوی ځنځيري پلورنځي په نښه کېږي.

دوی ته به مشورې ورکول کېږي چې څنګه خواړه وپېري او څنګه خواړه پلان او چمتو کړي، په داسې لارو چارو چې له مخې يې هر څومره چې ممکن وي کارول يا خوراک يې باوري شي.

د خوړو ضايع کولو مخنيوي مبارزې هدف په لومړي ګام کې هغه هېوادونه دي چې له نورو ډېر خواړه ضايع کوي، شتمن هېوادونه.

خو ګټې به يې لکه څنګه چې يې ملګري ملتونه هيله لري، په پرمختيايي يا مخ پر ودې هېوادونو کې احساسېږي.

په دغو هېوادونو کې د خوړو د لا ډېر توليد لپاره هلې ځلې سرچينې زيانمنوي، سره له دې چې لا ډېر خلک وږي پاتې کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .