"شمالي کوریا د اتومي ازموینې هوډ لري"

د خپريدو وخت: 06:50 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

شمالي کوریا د مصنوعي سپوژمکۍ مدار ته لېږدونکي راکټ لومړۍ ازموینه په بریالیتوب سره کړې وه.

د شمالي کوریا چارواکي وايي هوډ لري، چې د ملګرو ملتونو په بندیزونو کې د اوسني ډېروالي ځواب د نوې اتومي تجربې په بڼه ورکړي.

تېره میاشت د شمالي کوریا له لوري د لېرې واټن وېشتونکی توغندي له ازموینې وروسته د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغه هېواد لګېدلي بندیزونه زیات کړل.

په ځواب کې شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام اړوند خبرې اترې رد کړې او د خپلو پوځي او اتومي وړتیاوو پراخولو اعلان یې وکړ.

اوس د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد دولتي خبري اژانس (کې سي این اې) د دغه هېواد د ملي دفاعي کمېسیون د چارواکو له قوله ویلي چې د لوړکچ اتومي ازموینه او د توغندیو د نورو ازموینو پلان د هېواد ازلي دښمن امریکا ته په پام سره جوړ شوی دی.

دفاعي کمېسیون دا هم ویلي، چې د امریکا چاره کول یوازې د ټوپک له لارې ممکن دي. د شمالي کوریا د مسالې په اړه امریکايي مرکچي ګلین ډېوېز ویلي، چې اتومي ازموینه به یوه تېروتنه وي.

خو په بیانیه کې د اتومي تجربې د مهال وېش په اړه څه نه دي ویل شوي. که شمالي کوریا اتومي ازموینه وکړي، نو تر ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ وروسته به یې دغه دریمه اتومي ازموینه وي.

په بیانیه کې د دفاعي کمېسیون له قوله ویل شوي، موږ نه غواړه دا خبره پټه کړو، چې د شمالي کوریا رښتیني دښمن امریکا ته په پام سره د یو شمېر سټلایټ او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د پرله پسې ازموینو پلان ترتیب شوی او پر دې سربېره به د لوړ کچ یوه اتومي ازموینه هم تر سره شي.

د شمالي کوریا پر ضد د بندیزونو په نوملړ کې یو شمېر نور نومونه او د دغه هېواد د فضايي ادارې نوم هم شامل کړل شوی دی.

"د شمالي کوریا پر ضد د بندیزونو په نوملړ کې یو شمېر نور نومونه او د دغه هېواد د فضايي ادارې نوم هم شامل کړل شوی دی."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وینا د ملګرو ملتونو د بندیزونو له مخې شمالي کوریا نه شي کولای د لېرې واټن ویشتونکي توغندي ازموینه وکړي او د تېر ډسمبر په میاشت کې د شمالي کوریا له لوري د دې توغندیو له ازموینې وروسته پرې بندیزونه ولګېدل.

شمالي کوریا د مصنوعي سپوژمکۍ مدار ته لېږدونکي راکټ لومړۍ ازموینه په بریالیتوب سره کړې وه.

د شمالي کوریا چارواکو ویلي و، چې د دې راکټ له لارې یې یوه سیاره مدار ته استولې، خو لویدیځ قوتونه فکر کوي، چې شمالي کوریا د دې تر شا د ممنوع توغندیزې تکنالوژي ازموینه کړې.

شمالي کوریا د خپل اتومي پروګرام پر سره له تېرې یوې لسیزې راهیسې له چین، امریکا، جنوبي کوریا او روسیې سره خبرې اترې کوي او ژمنه کوي، چې د خوړو او انرژۍ په بدل کې به خپل اتومي پروګرام پای ته وروسوی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې د شمالي کوریا له لوري د اتومي ازموینو له کولو وروسته پر دغه هېواد بندیزونه ولګول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .