د ماشومانو د ګوزڼ وایروس له پاکستانه مصر ته لېږدېدلی

د خپريدو وخت: 10:13 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391
قاهره کې د ګوزڼ ضد واکسین

قاهره کې د ګوزڼ ضد واکسین

د مصر پلازمېنه قاهره کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل شوي، چې وايي د ماشومانو د ګوزڼ واکسین یوه بېلګه له پاکستانه ورلېږدول شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، د دغه کشف شوي وایروس ډول کټ مټ هماغه دی، لکه د پاکستان په جنوب کې چې موندل شوی و.

له ۲۰۰۴ راپدېخوا په قاهره کې تر اوسه په هېچا کې د ګوزڼ وایروس نه دی موندل شوی.

څو ورځې مخکې پاکستان کې وروسته تر هغه د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ودرول شو، چې نهه رضاکاران وسله والو په ډزو ووژل.

د ماشومانو د ګوزڼ له اړخه د روغتیا نړیوال سازمان د پاکستان، افغانستان او نایجریا په اړه اندېښنه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په قاهره او دارالسلام کې د ګوزڼ د وایروس له ماینه کېدو وروسته په ډاګه شوه، چې دا بېلګه هغې ته ورته دی، چې د پاکستان په جنوب کې موندل شوې وه.

دا بېلګه د ورځني طبي معایناتو پرمهال موندل شوې ده.

مصري اړوندو طبي کارکوونکو ویلي، د وایروس دغه بېلګه له پاکستانه د یوه مصري او بل پاکستاني په ورتګ موندل شوې ده.

پاکستان کې د بي بي سي خبریال علیم مقبول چې دا مهال په قاهره کې دی، وايي چې د دا ډول وایروس موندلو په هغو هېوادونو کې وېره پیدا کړې ده چې وړاندې له دغه ډول وژونکي وایروس څخه پاک شوي وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .