د ونزویلا زندان کې مرګونې نښته شوې

د خپريدو وخت: 04:11 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

د یوې ناحکومتي مؤسسې همغږي کوونکي کارلوې نیتو پارلما بي بي سي ته ویلي چې "شاید د وژل شویو شمېر ډېر شي."

د ونزویلا په لوېديځ کې د بندیانو او ساتونکو ترمنځ په اخ و ډب او نښتو کې لږترلږه پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

طبي سرچینو ویلي، چې نښته د لوېديځ ښار بارکویزمتو په زندان کې رامنځ ته شوې ده.

د یوه روغتون چارواکي روی مدینا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې په نښته کې ۹۰ ټپي شوي کسان د دوی روغتون ته وړل شوي، چې زیاتره یې په ګولیو ویشتل شوي دي.

په وژل شویو کې بندیان، د زندان ساتونکي او د زندان خدمتي کارکوونکي شامل دي.

د بندیانو او ساتونکو ترمنځ نښته هغه مهال پیل شوه، چې د اوریبانا زندان ته له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره په زندان کې د وسلو د پلټنې لپاره پوځيان ورغلل.

د یوې ناحکومتي مؤسسې همغږي کوونکي کارلوې نیتو پارلما بي بي سي ته ویلي چې "شاید د وژل شویو شمېر ډېر شي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .