لوېدیځ کابل ته د مرستو بندولو ګواښ وکړ

د خپريدو وخت: 19:48 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

ټاکل شوې جان کېري ډېر ژر د امریکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده پيل کړي.

امريکايي سياستوال جان کېري چې ښايي ډېر ژر د امریکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده پيل کړي خبرداری ورکړی، که افغانان په راتلونکي کال کې منصفانه او شفافې ټاکنې و نه کړي ښايي لوېديځه نړۍ پرې له ٢٠١٤ کاله وروسته خپلې مرستې بندې کړي.

ښاغلي کېري د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو څانګې ته په خپل درې ساعته خبرو کې ويلي چې ده ولسمشر کرزي سره په تېره دوره کې له دې سره سره چې په ټاکنو کې يې ټګي برګي شوې وه مرسته وکړه او پرې يې نه ښود چې ټاکنې دویم پړاو ته ورسېږي خو وايي په راتلونکي کې به داسې و نه شي.

د امریګا مشرانو جرګې ته د خبرو پر مهال له جان کېري څو وارې له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د ويستو او په اړه يې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په اړه وپوښتل شول.

ښاغلي کېري وويل تر هغه په افغانستان کې اغېزمنه سوله نه شي ټينګېدلى چې د ده په خبره موجودې لاس ته راوړني (د قانوني حکومت شتوالى، د ښځو حقونه او ښوونځيو ته د نجونو تلل) ساتل شوي نه وي.

ښاغلي کېري دا هم وويل چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د راتلونکي کال ولسمشريزي ټاکنې خورا مهمې دي.

نوموړي وويل د داسې ټاکنو تر سره کول به چې هېڅ عيب و نه لري د بېلا بېلو لاملونو تر مخه شونې نه وي خو لږ تر لږه داسې ټاکنې چې په نړيوالو معيارونو برابرې وي په دې برخه کې خورا مهم او اړين دي.

دی وايي که ټاکنې قانونيت او په دې برخه کې "زموږ هڅې پايلې و نه لري نو ډېر ه به ګرانه وي چې موږ امريکايي وګړي او يا هم خپل ملاتړي چې اوس په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې راغونډ دي په دې قانع کړو چې له ٢٠١٤ کاله وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي."

ښاغلي کېري په خپلو خبرو کې د منځني ختیځ په اړه هم څرګندونې لرلې او د پوښتنو په ځواب کې يې ويلي چې بايد ولسمشر بشارالسد هغه محاسبه چې فکر کوي دی ماتې نه خوري بدله کړي.

نوموړي د فلسطين او اسراييلو تر منځ په خبرو هم اسرار وکړ خو په عين حال کې يې فلسطينانو ته خبردارى هم ورکړ چې بايد د اسرایيلو پرضد په نړيواله محکمه کې دوسيه و نه چلوي.

ښاغلي کېري د ایران د اتومي پروګرام په اړه د امریکا په موجوده تګلارې ټينګار وکړ.

جان کېري د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیسیون ته په خبرو کې د امريکا د بهرنې تګلارې او اقتصاد تر څنګ چین ته هم اشاره وکړه.

ده خبرادری ورکړ چې چين اوس په ټوله افریقا کې لمن خپره کړې او بايد امريکا په افریقا کې خپل نفوذ زيات کړي.

نوموړي زیاته کړه چې چین په افريقا کې د اوږدې مودې قراردادونه تر لاسه کوي او د مېنرالونو او نورو قيمتي توکو تړونونه لاسليکوي.

جان کېري د ولسمشر اوباما لخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی خو د ګانګرېس هوکړې ته هم اړتیا ده چې اټکل دی و به يې ومني.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .