روسیه پر همجنس بازانو محدودیت لګوي

د خپريدو وخت: 04:22 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

دوما کې د يادې لايحې په تړاو د بحث پرمهال د پارلمان ودانۍ مخې ته همجنس بازان سره ټول شوي وو چې د مخالفينو له خوا ورباندې بريدونه وشول

د روسيې پارلمان ( دوما) تقريبا" په يوه خولۀ د قانون يوې ناندريزې مسودې ته لومړنۍ منظوري ورکړې چې منتقدين وايي په پام وړ کچه د همجنس بازانو حقونه محدودوي.

د دغې لايحې له مخې که د پارلمان له لوري په بشپړه توگه ومنل شي او د قانون بڼه خپله کړي نو په روسيه کې به ماشومانو ته د همجنس بازۍ پر تبليغ بنديز ولگيږي.

ياده لايحه به دوه ځله نور ولسي جرگې يا دوما، بيا د مشرانو جرگې او وروسته ولسمشر پوتين ته وړاندې شي.

په مسکو کې د همجنس بازانو د حقونو فعال نيکولاى اليکسيوف وايي دا قانون د خلکو د کنترولولو يوه بله وسيله ده:

''زه تاسو ته دا ويلى شم چې دا قانون د عادي خلکو پر ژوندانه اغېز نه کوي دا ځکه چې په ځانگړو حالاتو کې به پلي کېږي. دا يوه زورواکي ده، له دې نه موخه د ولسي احتجاجونو ځپل دي. دا يوه سياسي موضوع ده او دوى غواړي د ټولنې له مهمو ستونزو نه پام واړوي.''

دوما کې د يادې لايحې په تړاو د بحث پرمهال د پارلمان ودانۍ مخې ته همجنس بازان سره ټول شوي وو چې د مخالفينو له خوا ورباندې بريدونه وشول او سره په نښتو کې کېوتل پوليسو يو شمېر کسان نيولي هم دي.

که دا لايحه په قانون بدله شي نو له مخې به يې د روسيې په لر او بر کې د همجنس بازانو د حقونو د ملاتړټولې دستورې ناقانونه وگرځي او جوړونکي به يې جريمه شي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .