مالي کې فرانسوي او مالي پوځیانو پرمختګ کړی

د خپريدو وخت: 06:59 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

سخت دریځو یاغیانو د مالي د ختیځو سیمو او نایجریا تر منځ یو نښلوونکی پل په باروتو الوزولی. له همدې ځایه افریقايي پوځیان پر یاغیانو د بریدونو هوډ لري.

مالي کې چارواکي وايي د اسلامي سخت دریځو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې فرانسوي او مالي پوځیانو د همبوري سیمه بېرته نیولې ده.

همبوري له هغه کلي نژدې ۱۶۰ کیلومتره لېرې پرته سیمه ده، چې د سخت دریځو مرکز بلل کېږي. په رپوټونو کې ویل شوي، چې فرانسوي ځواکونو له دې مخکې (ګاوو) ته نژدې د یاغیانو په مرکزونو او د هغوی د وسلو او تیلو په زېرمو هوايي بریدونه کړي.

بل لور ته ویل کېږي، چې سخت دریځو یاغیانو د مالي د ختیځو سیمو او نایجریا تر منځ یو نښلوونکی پل په باروتو الوزولی. له همدې ځایه افریقايي پوځیان پر یاغیانو د بریدونو هوډ لري.

دغه پل تاسیګا سیمه کې د هغو اوبو پر سر جوړ شوی، چې له نایجریا څخه دغه هېواد ته د غځېدلې یوازینۍ لارې په اوږدو کې ته د یوه تنګي له سیمې تېریږي.

خو د مالي د پارلمان پخواني غړي ابراهیم اګادبالتا ناتې وايي دغه پل له تنګي نه د تېرېدو یوازینۍ لار نه ده. له اې پي خبري اژانس سره په مرکه کې نوموړي وویل، چې له پنځو تر ۱۰ کیلومتره سفر وروسته کېدای شي، څوک ګاوو ته غځېدلې لار ونیسي.

بل لور ته د مصر ولسمشر محمد مرسي مالي کې د کورنۍ جګړې د پای رسولو لپاره یو پلان وړاندې کړی. د نوموړي په پنځه مادییز پلان کې سیاسي خبرې اترې، اقتصادي او پرمختیايي کارونه او همغږي مرستندویه فعالیتونه مهم ټکي دي. ولسمشر مرسي په مالي کې د پوځي مداخلې مخالفت کړی.

د هغو پوځي عملیاتو له کبله، چې په جنوري کې پیل شوي، د مالي نژدې ۷۰۰۰ کسان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. بل لور ته تمه کېده، چې د مالي او چاډ هېوادونو پوځیان به له همدې لارې د مالي د سخت دریځو یاغیانو په ضد پوځي عملیاتو کې ګډون وکړي.

"یو شمېر هېوادونو د مالي پر شمالي برخو بېرته د دغه هېواد د پوځ کنترول تر لاسه کولو په لړ کې د مرستو ژمنه کړې."

یو شمېر هېوادونو د مالي پر شمالي برخو بېرته د دغه هېواد د پوځ کنترول تر لاسه کولو په لړ کې د مرستو ژمنه کړې. برتانیا هم ویلي، چې په مالي کې د فرانسوي پوځيانو سره د مرستې په هدف خپله څارګره الوتکه (سېنټېنل ار ون) چمتو کوي. په عصري تکنالوژۍ سمبال دغه الوتکه د یو څو دقیقو په بهیر کې د زرګونه کیلومتره ځمکې څارنې وړتیا لري.

همدغې الوتکې لیبیا کې د ډګروال معمر القذافي د حکومت پر ضد د پاڅون پر مهال په هغه هېواد کې فعالیت کاوه.

مالي کې سخت دریځو د مالي په شمالي سیمو له ولکې ټینګولو وروسته په دې سیمو کې سخت شرعي قوانین پلي کړي دي. د مالي ختیځو سیمو ته د سخت دریځو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د فرانسې پوځ د جنوري په ۱۱ پوځي عملیات پیل کړل. دا مهال مالي کې له ۲۰۰۰ ډېر فرانسوي پوځیان دېره دي.

چاډ نه هم د ځمکې له لارې پوځيان مالي ته رسېدلي او تمه کېږي، چې له نایجریا څخه هم نژدې ۱۰۰۰ پوځیان مالي ته په دې عملیاتو کې د ګډون لپاره لاړ شي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي له هغو پوځي عملیاتو راهیسې، چې د جنورۍ په ۱۰ پیل شوي، نژدي ۷۰۰۰ کسان د مالي ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .