د برازيل کلب اورلګېدنه کې لسګونه کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 19:59 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

ځايی رسنيو ويلي اور هغه وخت ولګېد چې د موسيقۍ يوې ډلې په کلب کې اورلوبې پيل کړې

پوليس او چارواکي وايي لږترلږه ۲۳۳ کسان په هغه اور کې وژل شوي چې د برازيل جنوب د پوهنتون نايټ کلب (د شپې ساتېرځای) کې لګېدلی و.

ځايی رسنيو ويلي اور هغه وخت ولګېد چې د موسيقۍ يوې ډلې د (ريو ګرانډې ډو سول) سانټا ماريا ښار په يوه کلب کې اورلوبې پيل کړې.

ډېری قربانيانو زرهجن لوګی تنفس کړی او يا په داسې حال کې چې د کلب دننه ترهېدلي خلک په تېښته کې وو ترپښو لاندې شوي دي.

هغه کورنۍ چې غړي يې کلب کې وو، د پېښې ځای کې راغونډې شوي وو، چې د اور له وژنې وروسته ترې مړي را ايستل کېدل.

د برزايل ولسمشرې ډېلما روسوف چيلې ته خپل سفر لنډ کړی، او د خپل حکومت له وزيرانو سره يې په ګډه د دغه ښار (کريډاډ) نومي روغتون کې د ژونديو پاتې شويو کتنه کړې ده.

دې مخکې ويلي وو هر څه چې امکان لري له ټپيانو او د قربانيانو له کورنيو سره به يې مرسته کېږي.

دې چې له چيلي نه يې خبرې کولې وويل: "زه دا هم غواړم برازيليانو او د سانټا ماريا خلکو ته ووايم موږ به په دې وخت کې سره ګډ درېږو، او سره له دې چې خواشيې ډېره ده، له دې غمه به تېرېږو."

د اور وژنې يوه کارکوونکي بي بي سي ته وويل په خپل ژوند کې يې داسې غميزه نه وه ليدلې، چې قربانيان يې "ډېر ځوانان" وو.

په ساوپاولو کې د بي بي سي خبريال ګاري ډفي وايي د چارواکيو لپاره لومړيتوب اوس دا دی چې د مړيو پېژندګلوي وکړي، چې خواشيني خپلوان يې د پېښې ځای ته په رسېدو دي.

خو په راتلونکيو ساعتونو کې به پام د دغې پېښې پر لامل او په کلب کې د خونديتوب پر تدبيرونو راغونډ وي.

د وژل شويو شمېر چې وړاندې ۲۴۵ کسان ښودل شوی و د چارواکيو له خوا له بيا کتنې بدل شوی دی.

د بيړنيو چارو خدمتونو ويلي ۱۱۷ نور کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

"چت اور واخيست"

عينی شاهدانو د بيړنيو خدمتونو ستاينه کړې: "مرسته په ريښتيا ژر راورسېده، امبولانسونه، پوليس."

اور په ځايی وخت د شپې پر ۲ بجو ولګېد، چې باور دی د ۳۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ خلک په کلب کې وو، او د موسيقۍ يوې ډلې په کې خپلې نندارې وړاندې کولې.

د ځايي ورځپاڼې (ډياريو ډي سانټا ماريا) په وينا د ښار فډرالي پوهنتون (UFSM) زده کوونکيو په کلب کې د خوښۍ غونډه درلوده.

چارواکي وايي پرېړ لوګی په کلب کې وروسته له هغه خپور شو چې د غږ بېلونې دېوال اور واخيست.

يوې ۲۳ کلنې عيني شاهدې لوانا سيلوا د برازيل ګلوبو ټلوزيون ته وويل: "د دريځ پر وړاندې مو بره چت ته وکتل چې اور پرې بلېده، خور مې له لاسه ونيولم او بهر ته يې کش کړم."

دې وويل د وتو لار "يو ووړ ور و، چې ډېرو خلکو ترې د وتلو هڅه کوله."

د دغې ځوانې ښځې ۲۹ کلنې خور الين سانټوس سيلوا زياته کړه: "وموکړی شول چې په وخت يې ووينو او مخکې له دې چې لوګی خپور شي ژر ووځو. لوګی ريښتيا هم ژر خپور شو، خلکو ته يې پوره وخت ورنه کړ چې ووځي. فکر کوم خلکو د ناروغی احساس وکړ او بيا په تور لوګي پوښلي راووتل."

عينی شاهدانو د بيړنيو خدمتونو ستاينه کړې: "مرسته په ريښتيا ژر راورسېده، امبولانسونه، پوليس."

د اور وژنې ډلو له بهرني دېواله د سوري له لارې هڅه کوله د ننه بندو کسانو ته د وتلو لار جوړولو کې مرسته وکړي.

ځايي رپوټو کې ويل شوي شاوخوا ۱۵ مړي د کلب په تشنابونو کې موندل شوي، چې داسې ښکارېده پنا يې ور وړې وي.

د اوروژنې ځايي څانګې يو کارکوونکي ارتر ريګ د بي بي سي برازيلۍ څانګې ته وويل:"په خپل ټول کاري ژوند کې مې دې ته ورته غميزه نه ده ليدلې. دغه خلک ډېر ځوانان وو، د دغه ځای په بېلابېلو برخو کې ډېر مړي سره امبار شوي وو. ځينې يې په تشناب کې وو. دوی له سابندۍ مړه شوي دي."

د اوروژنې څانګې مشر ګيډو ډې مېلو ځايي رسنيو ته وويل:"خلک په وېره او ډار کې شول، او په پای کې يو پر بل ختل."

د مړيو پېژندنه

د برزايل ولسمشره ډېلما روسوف چې چيلې ته پر سفر وه، بېرته ستنه شوې، او د پېښې ځای ته ورغلې ده.

په يو سيمه ييز جمنازيم (بدنروزنتون) کې د مړيو ساتنو يو لنډمهال ځای جوړ شوی، ځکه چې د مړيو عمومي ځای نه شي پسې رسېدی.

ځايي ورځپاڼې (ډياريو ډي سانټا ماريا) ويلي د کورنيو غړيو په جمنازيم کې د مړيو په پېژندنې پيل کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا د دوی يو يو کس ته اجازه ورکړل شوې چې دغه مړی وګوري.

سانټا ماريا د ۲۵۰ زره وګړيو ښار دی، په داسې حال کې چې ځايي فډرالي پوهنتون (UFSM) کې ۲۷ زره زده کوونکي زده کړه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .