مرسي د مصر څو ښارونو کې بيړنی حالت اعلان کړی

د خپريدو وخت: 00:00 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

د يکشنبې/اتوار پر ورځ هم په پورټ سعيد کې د تاوتريخوالي پېښې روانې وې.

د مصر ولسمشر محمد مرسي له څو ورځني تاوتريخوالي وروسته په پورټ سعيد، سويس او اسماعليه ښارونو کې ديوې مياشتې لپاره بېړنى حالت اعلان کړی دی.

ښاغلي مرسي وويل د بيړني حالت په ترڅ کې به د شپې پرمهال دغو ښارونو کې ګرځبنديز لګېدلی وي.

مصري ولسمشر دغه اعلان ولس ته د ټلويزيون له لارې په خپله وينا کې وکړ. ده وويل:
"د وينې تويېدنې بندېدو، د بدماشانو اوقانون ماتوونکو نه د امنيت خوندي کولو او د خلکو ساتنې په موخه او د اساسي قانون له غوښتنې سره سم مې دا پرېکړه وکړه چې د پورټ سعيد، سويس او اسماعليه ښارونو کې دېرشو ورځو لپاره بيړنى حالت اعلان کړم چې له نيمې شپې پلى کېږي."

د بېړني حالت پر مهال به په دغو ښارونو کې د ماخوستن له ۹ بجو د گهيځ تر ۶ بجو پورې پر ګرځبنديز هم لګېدلی وي .

ښاغلي مرسي وويل، حکومت به د هر هغه چا پر وړاندې درېږي چې د مصر امنيت گواښلو هڅه کوي.

ده ټينگار وکړ چې هېواد کې يې روان کړکېچ بايد يوازي له سوله ييزې لارې هوار شي.

"د وينې تويېدنې بندېدو، د بدماشانو اوقانون ماتوونکو نه د امنيت خوندي کولو او د خلکو ساتنې په موخه او د اساسي قانون له غوښتنې سره سم مې دا پرېکړه وکړه چې د پورټ سعيد، سويس او اسماعليه ښارونو کې دېرشو ورځو لپاره بيړنى حالت اعلان کړم "

د مصر ولسمشر محمد مرسي

" له خبرو اترو پرته بله لار نشته، دا هغه څه دي چې وړاندې مې هم ويلي، خبرې اترې د مخ پر وړاندې تګ يوازينۍ لار ده، او له همدې امله مې پر سياسي څېرو غږ کړى چې له روان کړکېچن حالت نه د وتلو لپاره خبرو اترو ته حاضرشي او د خبرو اترو چوکاټ اوتدبيرونه په گوته کړي."

مصري ولسمشر دغه خبرې له هغه ورسته کولې چې په پورټ سعيد کې لږترلږه اوه کسان هغه مهال ووژل شول چې د شنبې ورځې تاوتريخوالي کې يې د وژل شويو جنازه کوله.

د تاوتريخوالي دغه پېښې وروسته له هغه وشوې چې د مصر په پورټ سعيد ښار کې د يوې محکمې له لوري ۲۱ کسانو ته د اعدام سزاورکړل شوه.

محکمې دغه کسان تېرکال د فوټبال د يوې لوبې پرمهال د ۷۴ کسانو د وژل کېدو په پېښه کې پړه وبلل چې پلويانو يې د محکمې د حکم پرضد په احتجاج لاس پورې کړ.

احتجاجونه په تاوتريخوالي واوښتل، چې ورسره تړلو پېښو کې يې ۳۰ کسان ووژل شول او له ۳۰۰ ډېرنور ژوبل شول.

قاهره کې د اړدوړ له وېرې د امريکا او برتانيا سفارتونه په لنډمهالي ډول تړل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .