وزه ''بې ګناه'' وه

د خپريدو وخت: 07:10 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

پولیسو د وزې څښتن نیولي و چې ګواکې په لوی لاس وږې وزه پرېښې چې ګلان وخوري.

د استرالیا په سیډني ښار کې د هغې وزې پرخلاف دوسیه لغوه کړای شوه چې د یوه موزیم په مخ کې کرل شوي ګلان یې خوړلي وو.

پولیسو د وزې څښتن نیولي و چې ګواکې په لوی لاس وږې وزه پرېښې چې ګلان وخوري.

د وزې څښتن ته امر شوی، و چې له دې امله ۴۴۰ استرالیايي ډالر جرمانه پرې کړي، خو اوس له پلټنو وروسته معلومه شوې ده چې خبره داسې نه وه.

هېڅ داسې شواهد ترلاسه شوي نه دي، چې کواګې د وزې څښتن وزه قصداً پرې اېښې وه چې ګلان وخوري.

قاضي ویلي د وزې څښتن په دې نیت موزیم ته نه و تللی، چې وزې دې بهر ګلان وخوري ځکه نو قاضي پرېکړه کړې چې دغه دوسیه لغوه کړي او د وزې څښتن جرمانه پرې نه کړي.

کله چې په دې هکله په محکمې کې پرېکړه کېده نو وزه له محکمې بهر ولاړه وه، ګڼو خبریالانو یې تصویرونه اخیستل او مایک یې ورته نیولی و چې کواګې وزه به کومه رمباړه وکړي، خو وزې هېڅ ونه کړل.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .