مصری ولسمشر پر ګرځبندیز بیا کتنه کوي

د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

د قاهرې په زړه کې کرۍ شپه مظاهرې وې.

د مصر په پورټ سعيد، سويس او اسماعيليه ښارونو کې زرګونه لاريونيان د شپې مهال د ولسمشر محمد مرسي له لوری لګول شوي ګرځبنديز په ننګونه سړکونو ته وتلي دي.

لږترلږه يو کس په پورټ سعيد کې وژل شوی، چې تيارې وروسته په کې مظاهره چيانو د پوليسو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

ښاغلي مرسي يو مياشتنی بيړنی حالت او ګرځبنديز د يکشنبې پر ورځ د تاوتريخوالي ډکو احتجاجونو کابو کولو په موخه لګولی اوس په کې وژل شويو شمېر څه د پاسه ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

په داسې حال کې چې په قاهره کې نښتې روانې وې، د مخالفو لويو ډلو ائتلاف د ملي خبرو لپاره د ولسمشر بلنه رد کړې ده.

"د "سبا پاڅون ګوند" د مشر په وینا "۱۵ سیاسي ګوندونو ولسمشرۍ ته پنځه غوښتنې وړاندې کړې."

په همدې مهال د مصر شورا جرګې، چې د دغه هېواد مشرانو جرګه ده، يو نوی قانون منلی چې وسله والو ځواکونو ته د نيونو واګې ورکوي.

یوه مخالف ایمن نور ویلي، ولسمشر محمد مرسي ورسره منلې ده، چې د هېواد په ځینو ښارونو کې پر لګول شوي ګرځبندیز او بېړنیو حالاتو به بېرته له سره غور وکړي.

ولسمشر مرسي د هېواد بېلابېل مخالفین او ګوندونه سیاسي خبرو ته وربللي دي.

خو د "ملي ژغورنې جبهې"، چې د مخالفانو په سر کې راځي، د مرسي دا غوښتنه رد کړې، خو په مشروط ډول یې په خبرو کې د ګډون شونتیا ښودلې ده.

د "سبا پاڅون ګوند" مشر ښاغلي نور ویلي چې "د اوسني حکومت د یوه ځایناستي ملي ژغورندویه حکومت د جوړېدو غوښتونکي یو، خو د دوشنبې ورځې په ناسته کې پر دې موضوع خبرې ونه شوې."

اټکل دی، چې په څو ورځو کې بله ناسته وشي.

ضمانتونه

د ژغورنې ډله په خبرو کې د ګډون لپاره د نوي حکومت د جوړېدو شرط لري.

د "سبا پاڅون ګوند" د مشر په وینا "۱۵ سیاسي ګوندونو ولسمشرۍ ته پنځه غوښتنې وړاندې کړې."

د ژغورندویه حکومت د جوړېدو د غوښتنې ترڅنګ، د دغو ګوندونو په غوښتنو کې دا هم راغلي، چې د ټاکنو نوی قانون دې تعدیل شي، او خپله دغه غوښتنه به په څو ورځو کې د اساسي قانون محکمې ته وسپاري.

په ناسته کې پر دې سلا شوې، چې د پاڅون کوونکو، ځوانانو او نورو تنظيمونو له غړو د ملي خبرو اترو لپاره باید څلور جرګه ګۍ جوړې شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .