د اسرائيلو د بشري حقونو ازموينه

د خپريدو وخت: 09:26 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391
اسراییل

ټاکل شوې د اسرائيلو بشري حقونو ريکارډ يا مخينه په جنيوا کې د ملګريو ملتونو بشري حقونو شورا له خوا وازمويل شي.

دا يوه منظمه کتنه ده چې د ملګريو ملتونو ټول غړي هېوادونه بايد په کې برخه واخلي.

خو اټکل دی اسرائيل چې داوه لري، ګنې دغه شورا يې پر وړاندې دريځ لري، له دغې کتنې سره شلون وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې يو هېواد په دغه بهير کې له ګډون ډډه کوي.

که اسرائيل داسې وکړي نو دا اندېښنې هم ورسره زياتېږي چې دا کېدی شي د ملګريو ملتونو د بشري حقونو پر چارو اغېز وکړي.

له جينيوا نه د بي بي سي خبرياله اېموجين فولکس:

اسرائيلو له وړاندې د هغه څه په اړه د پارېدو احساس کړی چې دوی يې د ملګريو ملتونو بشري حقونو شورا له خوا ناعادلانه نيوکه بولي.

تېر کال په لوېديځه غاړه کې د يهودي مېشت ځايونو په اړه د پلټنې پرېکړې اسرائيل دې اعلان ته وهڅول چې دوی به وروسته له دې له دغې شورا سره همکاري نه کوي.

خو د خپلو بشري حقونو ريکارډ يا مخينې په اړه په منظمه بيا کتنه کې نه ګډون بې سابقې ګام دی، ځکه د ملګريو ملتونو له ټولو غړيو هېوادونو دا غوښتل کېږي چې په دې کتنه کې برخه واخليو او تر اوسه ان سوريې او شمالي کوريا هم ګډوی کړی دی.

له دې شونتيا سره چې اسرائيل به خالي څوکۍ پرېږدي، د نورو غوږنه څک شي، او د بشري حقونو کارپوهان وېره ښيي ګنې هغه هېوادونو چې له ننګونکو پوښتنو سره مخامخ کېږي کېدی شي پر همدې لارې پل کېږدي.

ان د اسرائيلو تر ټولو ستر ملګري، د امريکا متحده ايالاتو دغه هېواد هڅولی چې دغه بهير کې برخه واخلي، خو داسې ښکاري چې نه دي بريالي شوي.

اوس لکه څنګه چې ښکاري همداسې وشي، او اسرائيل په ريښتيا هم په غونډه کې راښکاره نه شي، لويه پوښتنه به دا وي، ملګري ملتونه، که څه کولی شي، په اړه به يې څه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .