لیبیا کې برتانوي سفارت ته ګواښ

د خپريدو وخت: 09:20 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

د برتانيا حکومت وايي د خپل سفارت پر وړاندې د شوني ګواښ سره په تړاو دوی له ليبيايي چارواکيو سره له نژدې د چارو په همغږۍ کې دي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي د ليبيا پلازمېنه کې د خپل سفارت پر وړاندې د شوني ګواښ راپورونو په اړه خبر دي.

دغه راپورونه له څه کم يوې اوونۍ وروسته راځي چې برتانيا له جرمني، هالنډ او کانډا سره په دې کې مله شوه چې د دغه هېواد ختيځ بنغازي کې خپل هېوادوال له دغه ښاره وتلو ته وهڅوي.

دوی وايي دغه خبرداری يې ځکه ورکړی چې لوېديځوالو ته ځانګړی او ښکاره ګواښ رابرسېره شوی دی.

د بي بي سي د نړيوالو چارو خبريال مايک وولرېج په خپل راپور کې وايي.:

د برتانيا حکومت وايي د خپل سفارت پر وړاندې د شوني ګواښ سره په تړاو دوی له ليبيايي چارواکيو سره له نژدې د چارو په همغږۍ کې دي.

دوی په دې اړه نور جزئيات نه دی ورکړي، خو چارواکي وايي سفارت اوسمهال لا پرانيستی او کار کوي.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې دا څرګندونې د بريتانيا او نورو هېوادونو له خوا د تېرې اوونۍ له خبرداري سره تړلې، چې خپلو هېوادوالو ته يې په کې ويلي وو له بنغازي نه دي ووځي، که څنګه، او بيا ورپسې د برتانيا حکومت د هغه څه په اړه خبرداری ورکړی و، چې د سوماليا مځکه او د افريقا ښکر سيمه کې د لوېديځوالو پر وړاندې "ځانګړی ګواښ" بلل شوی و.

خو برتانيا هغه څه ته ګوته نيولې چې د شمالي افريقا سيمه کې يې د اورپکۍ يو زياتېدونکي ګواښ په توګه ګوري، چې د الجزاير عين اميناس يرغمل نيونې پېښه کې يې څرګندونه شوه.

پر دې سربېره دا په داسې وخت کې کېږي چې فرانسې په مالي کې مداخله کړې، او بريتانيا د هغو هېوادونو ترمنځ ده عملي ملاتړ ورکوي، اورپکي په پرله پسې ډول د دغه د هېواد شمال لور په شا تمبېږي برتانيا له له وړاندې خپلو هېوادوالو ته خبرداری ورکړی، له اړينو پرته دې طرابلس نور ټول سفرونه لغوه کړي، او وايي دغه خبرداری نه بدلوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .