افریقا د القاعدې او لوېديځ ترمنځ د جګړې ډګر

د خپريدو وخت: 06:03 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

په اسلامي مغرب کې د القاعدې مشرتابه د الجزایر د سخت دریځو له غړو جوړه ده.

په وروستیو کې د الجزایر او مالي پېښو ته په کتو سره، لوېديځو هېوادونه په افریقا کې له القاعدې او نورو سخت دریځو ډلو په وېره کې دي.

په دې لړ کې د فرانسې د دفاع وزیر جان ایف لو دریان د الجزایر په جنوب ختيځ کې د عین امیناس پېښه "د جګړې پیلامه" وبلله، چې لږترلږه اته دېرش تښتول شوي کسان په کې ووژل شول.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون هم پخپلو څرګندونو کې وویل چې "موږ اوس له القاعدې شبکې سره د یوې تړلې، اسلام پالې ترهګرۍ او سخت دریځې ډلې له جګړې سره مخامخ یو، چې دا جګړه کټ مټ پاکستان او افغانستان کې جګړې ته ورته ده. شاید دا جګړه له میاشتو ورهاخوا تر کلونو او یا ان تر لسیزو پورې وغځېږي. "

د سمندر پرڅنډه ځینې هېوادونه د القاعدې د جنګیالیو لپاره د پټن ځایونو په څېر کارول کېږي.

افغانستان او پاکستان په تېرو یوولسو کلونو کې د القاعدې او لوېديځ ترمنځ د جګړې ډګر و، چې تر اوسه القاعده او نور سخت دریځي هلته د لوېديځو هېوادونو له ځواکونو سره جنګېږي. خو لوېديځ لا تر اوسه په افریقا کې د القاعدې شبکې جګړې ته پوره چمتووالی نه دی نیولی.

افغانستان

همدا ده، چې له افغانستان او الجزایر څخه د اسلامي وسله والو سخت دریځو ډلو غړي د افریقا جګړې ته مخه کوي، چې هلته د لویې صحرا په موجودیت کې جګړه څه اسانه کار هم نه دی.

د اسلامي مغرب په هېوادونو کې د القاعدې شبکه د ټولو وسله والو جنګیالیو په سر کې راځي، چې دغه څانګه په ۲۰۰۶ کال کې د سلفي دعوت او جګړې له ډلې جلا شوه.

هغه مهال د القاعدې اوسني مشر ایمن الظواهري د دغې ډلې اعلان وکړ او دا یې یو "مبارک اتحاد" وباله.

"موږ اوس له القاعدې شبکې سره د یوې تړلې، اسلام پالې ترهګرۍ او سخت دریځې ډلې له جګړې سره مخامخ یو، چې دا جګړه کټ مټ پاکستان او افغانستان کې جګړې ته ورته ده. شاید دا جګړه له میاشتو ورهاخوا تر کلونو او یا ان تر لسیزو پورې وغځېږي."

ډېوېډ کامیرون

د اسلامي مغرب په هېوادونو کې د القاعدې شبکې اصلي مشرتابه د سلفي دعوتګرې او جګړې ډلې له غړو او تر هغه وړاندې د الجزایر د اسلامي وسله والې ډلې له غړو جوړه شوې ده، چې له څه باندې لسو کالو راهیسې د حکومت پر ضد جنګېږي.

په لوېديځه افریقا کې نورې ډلې هم شته، لکه د توحید او جهاد وسله واله ډله، چې په۲۰۱۱ کال د افریقا په لوېديځ کې د جهادي فعالیتونو په موخه یې فعالیت پیل کړ.

د مختار بلمختار ډلې چې "په وینه لاسلیکوونکي" هم بلل کېږي، د الجزایر په جنوب ختیځ امیناس کې د تښتولو شویو کسانو پړه ومنله.

بلمختار په اسلامي مغرب کې د القاعدې شبکې د صحرا د جنګي قطعې مشر دی، چې له القاعدې شبکې سره د یولړ اختلافاتو تر راتلو وروسته یې خپل ځانګړی فعالیت پیل کړ.

د لوېديځ ګټې

دغه ډله په ۲۰‍۱۲ کال کې جوړه شوه، چې موخه یې "جهاد" او په مالي کې د فرانسوي مداخلې ضد فعالیتونه دي.

خو په نایجریا کې د "بوکو حرام یا – عصري زده کړې حرامې" او په سومالیا کې د "الشباب اسلامي" دوې نورې هغه اسلام پالې سخت دریځې ډلې دي، چې د لوېديځ د ګټو خلاف فعالیتونه کوي.

فرانسوي ځواکونه د مالي د عملیاتو مشري کوي.

باور دی، چې په اسلامي مغرب کې د القاعدې شبکې او بوکو حرام ډلې ترمنځ اړیکي شته، چې القاعده دغې ډلې ته وسلې او پیسې ورکوي او جنګیالي یې د الشباب ډلې له جنګیالیو سره یوځای روزي.

دغه ډلې د لوېديځ او افریقايي واکمنو حکومتو پرضد ګډ وسله وال فعالیتونه هم کوي، چې په ظاهره یې د اسلامي هېوادونو د بنسټ اېښودل دي.

ځینې نور داسې عوامل هم شته، چې القاعده او نور اړوندې ډلې د خپل دريځ پیاوړي کولو ته اړباسي، چې په دې کار سره لوېديځ ته د دغې ډلې د ځپلو چاره ستونزمنوي.

له دغو عواملو یو دا هم دی، چې د ځینو افریقايي حکومتونو کمزورتیا او له وسله والو اسلام پالو سره د جګړې ناتواني د دې لامل کېږي، چې هلته القاعده پیاوړې شي او په ټوله قاره کې د جهاد نظریه او پلویان ډېر کړي.

د بېلګې په ډول، "انصارالدین" او د "توحید او جهاد حرکت" د مالي په شمال کې د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره مبارزه کوي، چې د توحید او جهاد حرکت پخپله مبارزه کې ځینې سیمې نیولې هم دي، خو د مالي شمالي تمبکتو ښار د فرانسوي ځواکونو په مداخلې بېرته ونیول شو.

دا عامل هم شته، چې القاعده شبکه په اسلامي مغرب کې د جوماتونو د جوړولو له لارې خپل پیغامونه سیمه ییزو ټولنو ته رسوي، سیمه ییزو بې وزلو اوسېدونکو ته له دې اړخه پیسې ورکوي، چې له دوی سره یوځای او د دې مبارزې ګټیالي وګرځي.

القاعده خپلې مالي سرچینې د بهرنیو وګړو د تښتونو او بېرته یې د پیسو په مقابل کې د خوشي کولو له لارې تامینوي، او دا هم ویل کېږي، چې د نشه يي توکو له سوداګرو سره معاملې لري.

مارلبورو

همدا ده چې د الجزایر مختار بلمختار ته د سګرټو په قاچاق کې د لاس لرلو له کبله د "ښاغلي مارلبورو" لقب هم ورکړل شوی دی.

تر دې هاخوا، په دغو سیمو کې د امنیت د نشتوالي په صورت کې، ځینې افریقایان د اسلام پالو سخت دریځو له وېرې له القاعدې شبکې سره یوځای کېږي.

"موږ څلوېښت جنګیالي لرو، چې ډېری یې د اسلامي هېوادونو او ځینې یې د لوېديځ دي. "

مختار بلمختار

د القاعدې شبکه د ځینو افریقايي سیمه ییزو ټولنو په غړو ورننوتې ده، د روزنې مرکزونه اداره کوي، جنګیالي ګماري، او د افریقا په ګڼو سیمو کې، په لوېديځ کې له موریتانیا نیولې تر مالي او نیجر پورې له خپل شتون په ګټې اخیستو سره بریدونه پلانوي.

درېیم لوی عامل دا هم کېدای شي، چې لوېديځ په دغو هېوادونو کې له واکمنو حکومتونو سره د جهادي فعالیتونو پرضد ډېرې مرستې نه دي کړې، بېلګه یې دا کېدای شي چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۰۶ کال کې د وسله والو اسلام پالو د فعالیتونو پرضد ځینې مرستې وکړې، خو بیا وروسته یې لاس ترې واخیست.

خو دغه هڅې هلته د القاعدې او نورو سخت دریځو د فعالیتونو په پرتله په نشت حساب دي.

لوېديځ په دغو افریقايي هېوادونو ګې خپلې ګټې لري، په تېره بیا هغه هېوادونه چې د تېلو، نفتو او یورانیمو له پلوه بډایه سرچینې لري.

کاناډایی

راپورونه وايي، چې د الجزایر عین امیناس په تښتونو کې د یوه کاناډايي لاس هم و.

نایجریا او الجزایر د ډېرو پټرول تولیدوونکو پنځلسو هېوادونو په کتار کې راځي. خو نیجر بیا په ګرده افریقا کې د یورانیمو بډایه سرچینې لري، چې دغه هېواد د یورانیمو د لویې پیمانې د تولیدوونکو پنځو هېوادونو په کتار کې دی.

القاعده په افریقايي هېوادونو کې د وګړو له بې وزلۍ په ګټې اخیستو نوي جنګیالي ګماري.

د سیاسي شنونکو په اند، القاعده د وګړو له بې وزلۍ او دین څخه په ګټې اخیستو نوي جنګیالي ګماري، او له دغو کسانو په افریقا او لوېديځ دواړو کې وسله وال بریدونه کوي.

که څه هم لوېديځ په افغانستان او پاکستان کې له القاعدې شبکې سره اوږده پوځي جګړه وکړه، چې لاهم نه ده ختمه شوې، خو د القاعدې له فکري جګړې سره په مبارزه کې یې بریا تر ډېره ناممکنه برېښي.

په افریقا کې د جګړې له لارې پر القاعدې د لوېديځ د بریا د شونتیا په مخ کې دوه ګواښونه دي، چې د افریقایانو "عقل او زړه" دي.

شنونکي په دې اند دي، چې د القاعدې شبکه په لومړیو کې په افریقا کې او د هغوی پرضد د مبارزې ځنډېدل شاید پر وسله والو ډلو بریالیتوب له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي او اوږدې مبارزې او ډېرو لګښتونو ته اړتیا ولري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .