سومالیا کې ځانمرګي برید شپږ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 10:57 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

لومړي وزیر ته زیان نه دی اوښتی.

د سومالیا پلازمېنه موګادیشو کې د لومړي وزیر عبدي فرح شیردون سعید د دفتر مخې ته ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان وژلي، خو وزیر روغ رمټ ترې وتلی دی.

د لومړي وزیر د دفتر یوه چارواکي ویلي، چې لومړی وزیر ''د برید پرمهال په دفتر کې و، خو خوږ شوی نه دی، برید له ودانۍ بهر شوی.''

یوه جګپوړي سومالیايي افسر عبدالقادر علي ویلي، چې د برید پرمهال په ودانۍ کې و ''برید کوونکی د ودانۍ بهر یوه دېوال ته ډډه وهلې وه، چې ناڅاپه یې د امنیتي ځواکونو منځ ته ځان ورساوه او ویې چووه.''

دی زیاتوي ''تر برید وروسته مې شپږ مړي ولیدل، او ګڼ نور ژوبل شوي وو.''

له کابو یوه نیم کال وروسته، په موګادیشو کې نسبي ارامي راغلې وه.

هلته جګړې وروسته تر هغه ودرېدې، چې سومالیايي پوځ او افریقايي اتحادیې د الشباب اسلام پالې ډلې جنګیالي د ۲۰۱۱ په اګست کې له ځینو سیمو وشړل.

خو د ګاډو په مټ بریدونه او ځانمرګي بریدونه لا تر اوسه کېږي.

په دغو بریدونو تر ډېره چارواکي په نخښه کېږي.

موګادیشو د نړۍ له خطرناکو پلازمېنو ګڼل شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .