" سوریه دسترګو پر وړاندې د تباهۍ لور ته ځي"

د خپريدو وخت: 20:28 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

دغه هېواد د ټولو د سترګو په وړاندې ټوټه ټوټه کېږي. اخضر ابراهیمي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اخضر براهیمي د امنیت شورا ته ویلي، چې د سوریې لانجه داسې بوږنونکي حالت ته رسېدلې، چې په ماضي کې یې هېڅ ساری نه لېدل کېږي.

د نوموړي په وینا سوریه کرار کرار د تباهۍ لور ته ځي. د دیپلوماتانو په وینا ښاغلي براهیمي د امنیت شورا ۱۵ کسیزې غونډې ته، چې د تړلو دروازو تر شا وشوه، وویل، چې حالت خورا بوږنونکی دی او د دې غمېزې پای نه شته.

د هغه په وینا، دغه هېواد د ټولو د سترګو په وړاندې ټوټه ټوټه کېږي، یوازې ملګري ملتونه مرسته کولای شي او په ځانګړې توګه د امنیت شورا.

وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل، چې د سوري حکومت او مخالفینو تر منځ د جګړې له امله سوریه ټوټه ټوټه د تباهۍ لور ته ځي، سیمه له ډېر خطرناک حالت سره مخامخ ده، ځکه زه داسې فکر کوم، امنیت شورا نور د دې جوګه نه ده، چې ووايي موږ یوه خوله نه یو، ځکه باید مناسب وخت ته انتظار وکړو. زما په اند دوی باید د دې مسالې د حل لپاره اقدامات وکړي.

د نوموړي اشاره د امنیت شورا د غړو تر منځ هغه اختلاف ته وه، چې ایا د واک په لېږد کې د سوریې اوسنی مشر بشار الاسد رول ولري او که څنګه.

ملګرو ملتونو کې د بي بي سي خبریاله باربره یلټ په خپل رپوټ کې وايي ښاغلي ابراهیمي د سوریې د حالاتو په اړه څرګنده شننه وړاندې کړه، چې له مخې يي په امنیت شورا کې د رامنځ ته شوي ځنډ له امله د هغه مایوسي څرګندیږي.

بل لور ته د سوريې په شمال د حلب په ښار کې د لسگونو سړيو مړي موندل شوي، او داسې ښکاري چې د ډله ييزې وژنې قربانيان وي.

مخالف سوريي فعالان د دغو وژنو پړه پر حکومتي ځواکونو اچوي، خو حکومتي چارواکو ويلي دا د هغو کسانو جسدونه دي چې وسله والو ياغيانو تښتولي و.

ځيني رپوټونه وايي چې ٧٠ مړي موندل شوي خو نورو بيا ويلي دي چې د مړو شمېر تردې ډېر دى.

د هغه خټين سيند په څنډو کې چې د حلب ښار له لوديځې برخې تير شوى سخت زړه بوگنوونکي انځورونه وو.

مړي يو پربل اچول شوي و، ځينې يې جلا او ځيني يې په ډله ييز ډول پراته وو, دوى ټول نارينه و، ځيني يې ځوانان او پاتې يې د منځني عمر لرونکي.

داسې ښکاريده، چې ټول په يوه مردکه يا په سر او يا هم د غاړې په شاتني برخه کې پر داسې مهال ويشتل شوي و چې لاسونه يې تړلي و.

د سوري حکومت مخالفو فعالانو په بيړه د دغې وژنې پړه پر حکومتي ځواکونو واچوله.

د ا د سوريې په جگړه کې تر اوسه پورې تر ټولو يوه زړه بوږنوونکې موندنه بلل کېږي. خو لا د ډېرو مړو پيژندنه نه ده شوې.

"د سوري حکومت او مخالفینو تر منځ د جګړې له امله سوریه ټوټه ټوټه د تباهۍ لور ته ځي، سیمه له ډېر خطرناک حالت سره مخامخ ده."

اخضر ابراهیمي

مړي په هغه سيمه کې موندل شوي چې مخالفان پرې ولکه لري.

له همدې کبله حکومتي چارواکي ټينګار کوي او وايي دا د هغو کسانو مړي دي چې وسله والو ياغيانو تښتولي و او مخالفانو د هغوى زړه بوږنوونکي انځورونه پر حکومت د ملامتيا د اچولو په موخه خپاره کړي دي.

په همدې حال کې ياغيانو د هېواد په ختيځ کې پرمختگ کړى او دير ازور کې يې د حکومتي استخباراتو پر ادارې بريد کړى. خو په ټوله کې د ياغيانو پرمختګ کمزورى دى.

حکومتي ځواکونو د دمشق په شاوخوا، جنوب، حمص او هما او مرکزي سوريې کې د ياغيانو بريدونه په شاه تمبولي دي.

لبناني رسنيو د هغو کسانو له خولې چې وروستيو کې يې د ولسمشر بشرالاسد سره کتلي ليکلي دي چې ولسمشر باور لري چې د جګړې په ډگر کې نوښت د حکومتي ځواکونو په لاس کې دى او پوځ لويې برياوې خپلې کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .