پیشوګانې څاروي او مرغان وژني

د خپريدو وخت: 11:52 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

د یوې ترسره شوې سروې په پایله کې څرګنده شوې چې پیشوګانې د امریکا وحشي ژوند ته یو له ډېرو سترو ګواښونو دی.

په امریکا کې پیشوګانې په میلیاردونو نور څاروي او مرغان وژني.

د یوې ترسره شوې سروې په پایله کې څرګنده شوې چې پیشوګانې د امریکا وحشي ژوند ته یو له ډېرو سترو ګواښونو دی.

سروې وايي پیشوګانې هر کال په امریکا کې په میلیاردونو نور څاروي او مرغان وژني.

د سروې په رپوټ کې راغلي چې هر کال پیشوګانې له یو عشاریه څلورو څخه نیولې تر درې عشاریه اووه میلیاردو پورې مرغان او له شپږ عشاریه نهه څخه نیولې تر ۲۰ عشاریه اووه میلیاردو پورې څاروي وژني.

مرغانو او نورو څارویو ته تر ټولو خطرناکې وحشي او صحرايي پیشوګانې بلل شوي دي.

ساینسپوهان په دې باور دي چې د دې ستونزې په مخنیوي کې د پیشوګانو ساتونکي ډېر رول لوبولی شي.

په رپوټ کې راغلي چې په امریکا کې د نورو پېښو لکه ترافیکي، ساختماني او نورو په پرتله ډېری څاروي او مرغان د پیشوګانو په منګلو کې مري.

د دغې سروې پایلې ښوولې چې پیشوګانو تر هغه ډېر شمېر مرغان وژلي چې مخکینیو څېړنو يې اټکل کړی و.

دوی اوسنی شمېر څلور برابر لوړ ګڼي.

د دغې سروې ډلې ويلي د هغو پيشوګانو په پرتله چې انسانو ساتلي هغه نور مرغانو ته ډېر لوی ګواښ پېښوي چې څوک يې نه ساتي او په لارو کوڅو کې ګرځي را ګرځي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .