برازیل: بې کېفیته اور لوبو اور بل کړ

د خپريدو وخت: 08:38 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

د اور لګېدنې دغه پېښه په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي.

د برازیل په سویلي ښار سانتیا ماریا کې یوه لوړ پوړي تحقیقاتي مشر ویلي، چې د دغه ښار په یوه نایټ کلب ( شپې مهاله نڅا ځای) کې زورور اور د بې کیفیته اورلوبو توکو کارولو له امله ولګېد.

د یکشنبې په ورځ د سانتاماریا په یوه نایټ کلب کې اور ولګېد، چې ۲۳۵ کسان په کې ووژل شول.

پولیسو د پوښتنو ګروېږنو لپاره څلور کسان نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې د کلب شریک څښتن هم شامل دی.

د اورلګېدنې دغه پېښه تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي، چې پر اسټیج د موسیقۍ ګروپ له لوري د موسیقي د اجرا پر مهال له یوې لمبې بلولو سره سم رامنځ ته شوه.

د ځايي پولیسو مشر ویلي، چې موسیقي ډلې د اورلوبو لپاره بې کیفیته توکي کارولي. د پولیسو مشر یو خپلوان هم د اور لګېدنې په دې پېښه کې وژل شوی، نوموړي زیاته کړه، اور لوبې د موسیقۍ د پروګرام برخه وه او په سټیج موجودو کسانو له اور نه د ځان ژغورلو لپاره دستکش هم پر لاس کړي وو.

"ځايي چارواکي وايي، چې د یادې پېښې ۱۲۰ ټپیان اوس هم په روغتون کې بستر دي، چې د ۷۰ کسانو حالت اندېښمنونکی دی."

بل لور ته ځايي چارواکي وايي، چې د یادې پېښې ۱۲۰ ټپیان اوس هم په روغتون کې بستر دي، چې د ۷۰ کسانو حالت اندېښمنونکی دی.

له دې پېښې وروسته برازیل کې درې ورځنی ویر اعلان شو. د برازیل ولسشمر ډلمارووسف د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره له لېدو وروسته په ټول هېواد کې د امنیتي تدبیرونو کلکولو اعلان وکړ.

په سیمه ییزه توګه د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې دغه هېواد کې د لوبو اړوند فعالیتونو تر سره کولو د خوندیتوب په اړه اندېښنې څرګندیږي.

د ۲۰۱۴ کال د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ به د برازیل په ۱۲ ښارونو کې تر سره شي او د ۲۰۱۶ اولمپیک لوبې به په ریو ډي جنیرو کې تر سره شي.

د اورلګېدنې له دې پېښې وروسته د دغه هېواد کانګریس د سې شنبې په ورځ یوه کاري جرګه ګۍ ټاکلې، چې د خوندیتوب د تدبیرونو اړوند فدارلی قانوني مسودې د غښتلتیا په لړ کې اقدامات وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .