امریکا: د بهرنیو چارو نوی وزیر جان کېري

د خپريدو وخت: 07:39 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

سناتور کیري په ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشرۍ لپاره د دیموکرات ګوند نوماند و، خو بریالی نه شو.

د امریکا د مشرانو جرګې په څرګند اکثریت سره جان کېري د دغه هېواد د راتلونکي بهرنیو چارو وزیر په توګه منلی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما ښاغلی کېري د هیلري کلنټن پر ځای ټاکلی او د جمعې په ورځ به پر نوې دندې وګومارل شي.

سناتور کېري په ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشرۍ لپاره د دیموکرات ګوند نوماند و، خو بریالی نه شو. نوموړي د امریکا په مشرانو جرګه کې د بهرنیو چارو په کمېټه کې ۲۸ کاله کار کړی او له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغې جرګه ګۍ مشر و.

د امریکا د مشرانو جرګې ۹۴ غړو جان کیري ته د تایید او او درې غړو د رد رايې ورکړې. د هغه د نوماندۍ پر مهال د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي و، چې د دې دندې لپاره نوموړی روزنې ته اړتیا نه لري.

ولسمشر اوباما دغه راز ویلي و، دی هیله مند دی، چې د مشرانو جرګه به سملاسي د هغه نوماندي تایید کړي.

"د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته به د نوموړي ډېر پام له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو، د سوریې بحران او د ایران اتومي پروګرام ته وي."

د جان کېري له نوماند کېدو مخکې داسې ویل کېدل، چې په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې سوزن رایس به دې مقام ته نومانده شي، خو د لیبیا په بنغازي ښار کې د امریکايي دیپلوماتانو د وژل کېدو په باب له نیوکو وروسته هغه له نوماندۍ په شا شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته به د نوموړي ډېر پام له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو، د سوریې بحران او د ایران اتومي پروګرام ته وي.

سناتور جان کېري د ویتنام په جګړه کې برخه اخیستې او د ۲۰۰۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې د بوش پر وړاندې ناکام شوی.

نوموړی ۲۰۰۸ کې هم د بهرنیو چارو د وزارت لپاره کاندید و، خو وروسته هیلري کلنټن ته دغه دنده وسپارل شوه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .