کامېرون: افغان پاک سر مشریزې ته چمتو یو

د خپريدو وخت: 08:24 گرینویچ - پنجشنبه 31 جنوري 2013 - 12 سلواغه 1391

دغه ناسته به د افغانستان او پاکستان په تړاو ښې پایلې ولري. ډېوډ کامېرون

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د افغانستان، پاکستان او برتانیا د مشرانو د دریمې درې اړخیزې ناستې د ترسره کېدو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.

د دغې ناستې هدف له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره د مبارزې په برخه کې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو او همکاریو پراخېدل او د پخلاینې بهیر چټکېدل بلل شوي دي.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګه په یوه خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي کامېرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې هیله مندې ښوولې، چې دغه ناسته به د افغانستان او پاکستان په تړاو ښې پایلې ولري.

له دې مخکې هم دوې دغه ډول غونډې شوې، چې لومړۍ هغه يي په کابل او دویمه يي په نیویارک جوړه شوې وه.

په هغه غونډه کې، چې د ۲۰۱۲ کال د جولای په وروستیو کې کابل کې وشوه، د افغانستان د سولې د بهير، د افغانستان او پاکستان د ګډو پولو پر امنيت او له ٢٠١٤ کال وروسته د برتانيا پر مرستو خبرې وشوې. هغه لومړۍ غونډه وه چې د دغو دريو هېوادونو د مشرانو په کچه په کابل کې جوړه شوه.

د دې لړۍ لومړنۍ غونډه د برتانیا د لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون نوښت و. ځکه چې د ده په باور برتانیا، افغانستان او پاکستان یو ګډ دښمن لري.

هغه مهال د برتانيا د لومړي وزير د يوۀ وياند له خولې خبري اژانسونو ته خبر ورکړل شو چې ښاغلى کامېرون به پر افغان او پاکستاني مشرتابۀ غږ کوي چې په ګډه د افغانستان د سولې اوثبات لپاره کار وکړي.

"د ۲۰۱۲ په سپتمبر کې افغان ولسمشر حامد کرزى، د انګلستان لومړى وزير ډېوېډ کامېرون او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په نيويارک کې د دویم ځل لپاره یوځای شوي وو."

د ۲۰۱۲ په سپتمبر کې افغان ولسمشر حامد کرزى، د انګلستان لومړى وزير ډېوېډ کامېرون او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په نيويارک کې د دویم ځل لپاره یوځای شوي وو.

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر هغه مهال په دې اړه وویل، غونډې په سيمه کې د سولې، ثبات او روان وضعيت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه او د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړې.

افغان چارواکو هغه مهال دا هم وویل، چې ولسمشر کرزي د پاکستان له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا په خاطر د ۲۰۱۳ کال تر پايه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د مسودې پر بشپړاوي هوکړه وکړه.

په هغه درې اړخيزه ناسته کې د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ کامېرون ژمنه وکړه چې هېواد به يې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان د روانو هڅو ملاتړ وکړي.

د کابل په وينا ښاغليو کرزي او زرداري د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پياوړي کولو لپاره د برتانيا رغنده رول وستايۀ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .