د امریکا پوهنتون کې د نقل له امله پر محصلینو بندیز

د خپريدو وخت: 07:25 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د پوهنتون د هنرونو او ساینس د څانګې مشر مایکل سمیت ویلي، چې اوس دغه مساله حل شوې ده.

امریکا کې نامتو تعلیمي ادارې هارورډ پوهنتون د ازموینې پر مهال د نقل کولو له امله پر لسګونو محصلینو تعلمي بندیزونه لګولي.

د پوهنتون د یوه مشر له لوري د سیاسي علومو د څانګې محصلینو ته د برېښنالیک له لارې په دې اړه ویل شوي دي.

برېښنالیک کې له ۱۲۵ کسانو څخه تر نیمايي ډېرو ته ویل شوي، چې د څېړنې د پشپړېدو تر مهاله پوهنتون ته له ورتګه ډډه وکړي او د نورو په اړه ویل شوي، چې په باره کې يي تحقیقات کېږي.

د هارورډ په ازموینه کې د ګډوډیو په باره کې هغه مهال پلټنې پیل شوې، چې یوه استاد د سیاسي علومو د یو شمېر محصلینو د ازموینې په پرچو کې ورته ځوابونه په نښه کړل.

هارورډ کرمزن کې ویل شوي، چې دغه کورس کې د ۲۷۹ ګډونوالو څخه نژدې سم نیمايي په اړه يي تحقیق کېږي.

د خبریالانو په وینا دغه کورس کې د شامل یوه مضمون د ازموینې اړوند قوانینو او د پوهنتون له لوري د مسالې د څېړنې څرنګوالي په اړه هم پوښتنې راپورته شوې.

"د پوهنتون مشر وايي چې له دې وروسته به د پوهنتون یوه کورنۍ کمېټه په پوهنتون کې د رښتینولۍ د ودې لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي."

خو بل لور ته د یاد پوهنتون د هنرونو او ساینس د څانګې مشر مایکل سمیت ویلي، چې اوس دغه مساله حل شوې ده.

په یوه برېښنا لیک کې نوموړي لیکلي، چې تر نیمايي په ډېرو مسالو کې پایله له کورس نه بېلتون ده، په پاتې هغو کې تر نیمايي ډېرو محصلینو په اړه څېړنه کېږي او نور په دې لړ کې بې ګناه بلل شوي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې په دې قضیه کې یو شمېر شامل محصلین د هارورډ د لوبډلو اړوند هم دي.

له دې وروسته د هارورډ پوهنتون د باسکټ بال لوبډلې دوه شریک کپتانان هم له لوبډلې شړل شوي.

د پوهنتون مشر وايي چې له دې وروسته به د پوهنتون یوه کورنۍ کمېټه په پوهنتون کې د رښتینولۍ د ودې لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .