مکسیکو ښار کې چاودنې ۲۵ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 06:02 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

تر اوسه د چاودنې لامل نه دی موندل شوی.

د مکسیکو د کورنیو چارو وزارت وايي، د پنجشنبې په ورځ د یوه کورني شرکت په مرکزي دفتر کې چاودنې لږترلږه ۲۵ کسان ووژل شو او تر ۱۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

چاودنه د مکسیکو پلازمېنې د جګپوړیزو ودانیو په یوه سیمه کې شوې ده.

وزیر میګیل انخیل اوسوریو خبریالانو ته ویلي چې "پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي، خو یوه کس په روغتون کې ساه ورکړه، تر اتیا ډېر نور کسان ژوبل او ټپیان شوي. موږ اوس په کنډواله کې د نورو تلفاتو په لټه کې یو."

د مکسیکو د نفتو کورنی شرکت پمکس پخپل ټویټر وېب پاڼه لیکلي چې "چاودنې د مرکزي دفتر تر ځمکې لاندې او لومړ پوړ سخت ویجاړ کړي دي."

تر اوسه د چاودنې سبب نه دی روښانه شوی.

په تېر سپتمبر کې هم د مکسیکو په شمال کې د غازو په یوه فابریکه کې چاودنې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي وو.

د دغې تازه پېښې څېرمه مېشتو پولیسو سیمه کلابنده کړې او خلک یې ترې ایستلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .