جاپانی لوبغاړی د جنسي تېري په تور بندي شو

د خپريدو وخت: 07:11 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391
مساټو اوچیشیبا

مساټو اوچیشیبا د اولمپیک لوبو دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي.

د جاپان د جودو پر یوه استاد پر خپلې زده کوونکې د جنسي تېري له کبله تور لګوی شوی او په پنځو کلونو بند محکوم شوی دی.

مساټو اوچیشیبا د اولمپیک لوبو د سرو زرو دوه مډالونه هم مخکې اخیستي وو.

پر نوموړي تور دی، چې په ۲۰۱۱ کال کې یې له خپلې یوې ښځینه زده کوونکې سره جنسي اړیکي نیولي، خو په توکیو کې یوه محکمې ادعا کړې ده، چې نوموړي له خپلې زده کوونکې سره داسې مهال جنسي اړیکي نیولي، چې هغه ویده وه.

دا په جاپان کې د لوبغاړو په منځ کې د جنسي تېري د تور تر ټولو وروستی خبر دی.

په تېره پنجشنبې، د ښځینه ملي لوبډلې روزونکي ریوجي سونودا د خپلو زده کوونکو د وهلو په تور له له خپلې دندې لرې شو.

ښاغلی سونودا هم د اولمپیک لوبو د سرو زرو مډال ګټونکی دی.

نوموړي پرې ټول لګول شوي تورونه رد کړي دي، او وايي هغه مهال یې یوه ښځینه زده کوونکې په څپيړه وهلې ده، چې د لندن د ۲۰۱۲ اولمپیک لوبو لپاره یې چمتووالی نیوه.

نوموړي له خپلې دې کړنې بښنه غوښتې ده.

د جاپان د سپورت وزیر هکومبون شیمومورا امر کړی، چې د هېواد اولمپیک کمېټه دې د وروستي جنسي تېري پلټنه وکړي.

پر سیالیو بندیز

مساټو اوچیشیبا د اتن او بیجېنګ د اولمپیک په سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه هېواد ته یووړل، او هغه مهال د ملي اتل نوم ورکړل شو.

څارنوالان وايي، پر نوموړي تور دی، چې د نشې په حالت کې یې له خپلې زده کوونکې سره بهر جنسي اړیکي نیولي.

د جنسي تېري قرباني شوې زده کوونکې د د ټولنیزو چارو د نرسینګ کیوشو پوهنتون محصله هم ده.

د تېر کال په جنورۍ کې کله چې پر مساټو اوچیشیبا د جنسي تېري تور ولګېد، نوموړی د جودو له روزنې لرې کړای شو، او د جودو په هر راز سیالیو کې د ګډون بندیز پرې ولګول شو.

نوموړی به د استیناف محکمې غوښتنه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .