پر سلمان خان د وژنې تور لګېدلی

د خپريدو وخت: 06:52 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391
سلمان خان

سلمان خان د بالیووډ یو وتلی ستوری دی.

یوه هندۍ محکمه د هندي سینما وتلی ستوری سلمان خان لس کاله مخکې د یوې وژنې په تور محاکمه کول غواړي.

محکمې ویلي، چې سلمان خان لس کاله مخکې یو کس په ترافیکي پېښه کې وژلی او بیا له پېښې تښتېدلی دی.

دغې محکمې ویلي، په ممبۍ کې سلمان خان د ۲۰۰۲ په سپتمبر کې خپل ګاډی له یوه پخلنځي سره جنګولی چې یو کس په کې ووژل شو.

دا مهال خان د "بې غورۍ له کبله په وژنې" تورن شوی، چې شاید تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شي.

خو سلمان خان د پېښې پرمهال د ګاډي چلولو خبر رد کړی دی.

سلمان خان د هندي سینما بالیووډ یو وتلی ستوری دی، چې په څه باندې ۸۰ فلمونو کې لوبېدلی، چې مشهور یې "ډبینګ"، "ریډي"، او "باډي ګارډ" دي.

قاضۍ فاسنت پټيل ویلي "داسې شواهد او ثبوت نه شته، چې ګني دا پېښه د بې پامۍ له کبله شوې ده؛ همدا وجه ده چې دغې پېښې ته باید په قانوني لیدلوري وکتل شي."

اټکل دی، چې سلمان خان به د روانې فبرورۍ پر ۱۱مه په محکمه کې حاضر شي.

د هغه وکیل دیبیش میتا وايي "خان د سترې محکمې له لوري د تور په صورت کې متهم کېدای شي."

په ۲۰۰۵ کال هم سلمان خان په یوه ممنوعه سیمه کې د یوه غرڅه په وژلو په پنځه کالو بند محکوم شوی و، خو یوه اوونۍ وروسته په مالي ضمانت خوشی شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .