امریکا پر سفارت برید ترهګریزه کړنه وبلله

د خپريدو وخت: 04:31 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

ترکي لومړي وزير رجب طيب اردوغان د جمعې ورځې برید پړه پر ېوې ناقانونه اعلان شوې مارکسيستې ډلې واچوله.

د امريکا متحدو ايالتونو د ترکيې پلازمېنه انقره کې پر خپل سفارت شوى ځانمرګى بريد يوه ترهګريزه کړنه بللې او خپلو اتباعو ته يې خبردارى ورکړى چې تر بلې خبرتيا پورې دې په دغه هېواد کې د امريکا ډيپلوماتيکو دفترونو ته نه ورځي.

په انقره کې د امريکا د سفارت په ودانۍ کې د شوې چاودنې له امله د شکمن بريدگر په گډون دوه تنه ووژل شول.

د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني وايي د بريد ترشا شته لامل نه دى څرگند خو ترهگريز ماهيت لري:

"د يوۀ سفارت په انگړ کې ځانمرگى بريد د تعريف له مخې ترهگریزه کړنه ده، نو دا يو ترهگريز بريد دى. که څه هم موږ تر دې شېبې نه پوهېږو چې بريد چا کړى او لامل يې څه دى، خو بريد په خپله په څرګنده د ترهګرۍ يو اقدام دى."

مارکسیستان

خو د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان له يوۀ ترکي تلويزيون سره په مرکه کې د پېښې پړه پر ېوې ناقانونه اعلان شوې مارکسيستې ډلې واچوله:

" په ۲۰۰۸ کال کې هم د ترکیې استانبول کې د امریکا پر کونسلګرۍ مرګونی برید وشو، چې د پړې ګوته ته یې نېغ په نېغه القاعدې شبکې ته ونیوله شوه. "

"بريدگر د هغه پر سر له يوې شته زخې نه پېژندل شوى، خو داې لپاره چې د هغه پېژندگلوي لا ډاډمنه شي د دي ان اې ازموينې روانې دي او نن به يې پايلې اعلان شي. موږ وار له مخه پوهېږو چې د بريدگر نوم څه دى او چېرې لوى شوى، خو د لومړي وزير په توگه دا ما لپاره اصولي خبره ده چې د ډي ان اې پايلو ته انتظار وکړو. دا کس د مرکسيستانو د ازادي پالي انقلابي غورځنگ غړى دى."

ښاغلي اردوغان د هغه څه په وړاندې په جگړه کې چې نوموړي ترهگر عناصر وبلل د گډې نړيوالې هڅې غږ وکړ.

په ۲۰۰۸ کال کې هم د ترکیې استانبول کې د امریکا پر کونسلګرۍ مرګونی برید وشو، چې د پړې ګوته ته یې نېغ په نېغه القاعدې شبکې ته ونیوله شوه.

د درې کسیزې ډلې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي وو.

همداشان، د ۲۰۰۳ کال د استانبول په برید کې لږترلږه ۵۸ کسان وژل شوي وو.

په برید کې د برتانیا کونسلګري او دوه یهودي عبادت ځایونه په نښه شوي وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .