د ټوېټر د لکونو کاروونکو معلومات غلا شوي

د خپريدو وخت: 12:27 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

ټویټر پروسږ کال هم خپلو زرګونه کاروونکو ته د هغوی د اکاونټونو اغېزمنېدو په اړه برېښنالیکونه لېږلي وو.

د مشهورې ټولنیزې وېبپاڼي ټوېټر مسوولین وايي هکرانو د دغې وېبپاڼي د نژدې ۲۵۰۰۰۰کاروونکو انلاین معلومات غلا کړي دي.

د یاد شرکت د معلوماتو ساتنې مشر باب لارډ په خپل وېبلاګ کې په دې اړه معلومات خپاره کړي.

د باب په وینا په غلا شویو معلوماتو کې د کاروونکو پاسورډونه، یوزرنېم، د برېښنالیک معلومات او نوره ډېټا شامل دي.

د نوموړي په وینا، هغو کسانو ته د برېښنالیک له لارې خبر ورکړل شوی، چې معلومات يې دې پېښه کې غلا شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ټوېټر ضد فعالیت د انټرنېټي غلاوو هغو فعالیتونو ته ورته دی، چې د نیویارک ټایمز په ګډون د یو شمېر امریکايي رسنیزو او ټکنالوژۍ شرکتونو پر ضد تر سره شول.

د جمعې په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې مسوولینو وویل، چینايي هکرانو د دوی په کمپیوټرونو کې ګوتې وهلې دي.

"د جمعې په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼي مسوولینو وویل، چینايي هیکرانو د دوی په کمپیوټرونو کې ګوتې وهلې دي."

د دوی په وینا له تېرو څلورو میاشتو راهیسې چینايي هکران پرله پسې د دوی په وېبپاڼه کې د لاسوهنې هڅې کوي.

د ورځپاڼې مسوولین وايي دغه پېښې د چینايي لومړي وزیر وین جا باو د کورنۍ له لوري د میلیاردونو پانګې تر لاسه کولو په باره کې د رپوټ له چمتو کولو راهیسې پیل شوې دي.

ټوېټر پروسږ کال هم خپلو زرګونه کاروونکو ته د هغوی د اکاونټونو اغېزمنېدو په اړه برېښنالیکونه لېږلي وو.

د ټوېټر له لوري کاروونکو ته په لېږل شویو برېښنالیکونو کې ویل شوي وو، چې د دریم لوري له خوا یو شمېر اکاونټونه اغېزمن شوي او د دوی پاسورډونه په غېر ارادي توګه بدل شوي دي.

په دې کې د بي بي سي په ګډون یو لړ مهم پروفایل اکاونټونه شامل وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .