شرم، د سرطان په درملنه کې یو لوی خنډ

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

څېړونکو په دې لړ کې د شپږو شتمنو هېوادونو له نژدې ۲۰ زره کسانو څخه معلومات راټول کړي.

د کارپوهانو په وینا په ازادانه توګه خبرې نه کول برتانیا کې د سرطان په درملنه کې د شته خنډونو له لړۍ څخه یو دی. په یوه څېړنه کې معلومه شوه، چې ډېر برتانویان د دې ناروغۍ په لړ کې له ډاکټرانو سره ژر مشوره نه کوي.

څېړونکو په دې لړ کې د شپږو شتمنو هېوادونو له نژدې ۲۰ زره کسانو څخه معلومات راټول کړي. وروسته معلومه شوه چې د دې څېړنې برتانوي ګډونوال هم د نورو په څېر د سر‌طان په علاماتو پوهېدل، خو دوی په دې لړ کې له ډاکټر سره سلا مشورې کولو ته ډېر لیوال نه معلومېدل.

برتانیا کې له پنځوس کلنو کسانو سره له سروې وروسته معلومه شوه، چې هرو شپږ کسانو څخه یو يي د شرم له مخې د سرطان د علاماتو په اړه ډاکټر ته له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

دغه څېړنه د برتانوي ادارې یوکې کېنسر ریسرچ سنټر په مرسته کنګز کالج لندن او یونیورسټي کالج اف لندن په شریکه کړې ده. د څېړونکو په وینا که څه هم دا لومړني تمایلات دي، خو د دې څېړنې په پایله کې به معلومه شي، چې د ټولو طبي اسانتیاوو په شتون سربېره ولي برتانیا د سرطان په درملنه کې له نورو پرمختللیو هېوادونو وروسته پاتې ده.

"د دې څېړنې په پایله کې یوه بل حیرانونکی حقیقت څرګند شوی او هغه دا چې ډېر کسان فکر کوي، دوی باید د ډاکټر وخت ضایع نه کړي او له همدې کبله له ډاکټرانو سره د سرطان په باره کې سلا مشوره نه کوي."

برتانیا کې د دې لپاره په انګلستان، ویلز او شمالي ایرلنډ کې څېړنه شوې، خو سکاټ لینډ په کې شامل نه دی. د دې څېړنې په پایله کې یوه بل حیرانونکی حقیقت څرګند شوی او هغه دا چې ډېر کسان فکر کوي، دوی باید د ډاکټر وخت ضایع نه کړي او له همدې کبله له ډاکټرانو سره د سرطان په باره کې سلا مشوره نه کوي.

د څېړونکې ډلې مشره ډاکټره لېنډسې فوربز وايي "همدا د برتانویانو رښتینی چلند دی. د یوه قوم په صفت د دې احتمال شته، چې موږ ډاکټر ته له ورتلو ډډه وکړو، یا په دې فکر یو، چې ولي د ډاکټر وخت ضایع کړو."

د نوموړې په وینا دا نه پوهیږي، چې برتانویان ولي داسې فکر کوي.

د یوې شننې له مخې که برتانیا د سرطان په درملنه کې د نورو اروپايي هېوادونو کچې ته ورسېږي، نو هرکال په دغه هېواد کې د سرطان د۵۰۰۰ ناروغانو ژوند ژغورل کېدی شي. چارواکي وايي دوی داسې اقدامات کوي، چې د ۲۰۱۵ له راتلونکو ټولټاکنو مخکې دغه هدفونه تر لاسه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .