عراق: موټر بم چاودنې لسګونه وژلي او ټپیان کړي

د خپريدو وخت: 08:49 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

رپوټونو کې ویل شوي، چې عراق کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي.

ځانمرګي برید ګر د شمالي عراق په کرکوک ښار کې د موټر بم له لارې دغه برید کړی. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې برید د کرکوک ښار د پولیسو په مرکزي دفتر شوی.

یوه ځايي چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې سخت دریځو هڅه وکړه، چې د پولیسو په ځايي مرکزي دفتر قبضه وکړي، خو بریالي نه شول.

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی. کرکوک کې د بېلا بېلو توکمونو کسان اوسي او د ځمکې او تیلو د ملکیت پر سر د حکومت او کردانو تر منځ دغه ځای کې د زورزیاتي پېښې رامنځ ته کېږي.

دغه ځای کې د زورزیاتي په ډېرو پېښو کې د پړې ګوته هغو سني سخت دریځو ته نیوله کېږي، چې القاعده سره تړاو لري.

په دا وروستیو کې د عراق په یو شمېر ښارونو کې د دغه هېواد د شیعه اکثریتي حکومت پر وړاندې په زياتو ګڼ مېشته سني ښارونو کې د مظاهرو د مخ په زياتېدونکو څپو د لړۍ وروستۍ هغه په فلوجه کې تر سره شوه.

فلوجه ښار کې د تېرې جنورۍ په وروستیو کې ځايي پولیسو پر حکومت ضد مظاهره چيانو ډزې وکړي، پنځه کسه يې ووژل او له شلو ډېر نور يې ټپيان کړل.

چارواکو هغه مهال وویل، چې سرتېرو وروسته له هغه پر مظاهره چيانو د ټوپکو خولې ور واړولې چې پر دوی يې د کاڼو او اوبو د بوتلو وارونه وکړل.

د عراق د شيعه حکومت پر وړاندې دا لومړی ځل و چې د لاريون پر مهال مظاهره چيان د امنيتي ځواکونو له لوري وژل کېږي.

د سني او شيعه سياسي مشرانو ترمنځ د تېر کال په اخر کې سياسي کړکېچ زور اخيستی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .