فلپین کې دوه یرغمل شوي کسان خوشي شول

د خپريدو وخت: 06:28 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

دغه کسان هغه مهال تښتول شوي وو، چې د ابوسیاف سخت دریځي ډلې له غړو سره د مرکې لپاره وتلي وو.

فلپین کې اسلام پالې ډلې له هغو دریو څخه دوه کسان خوشي کړي، چې پروسږ کال تښتول شوي وو.

خوشي شوي دواړه کسان د فلپین اوسېدونکی دي او د اردن د یوه ټلویزیون په کارکوونکو کې شامل وو.

خو د دوی دریم تښتول شوی اردنی خبریال ملګری اوس هم د تښتوونکو په ولکه کې دی. ویل کېږي، چې دواړه خوشي شوي کسان د ‌طبي معایناتو لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فلپین یوه پولیس چارواکي ایسوشېټيد خبري اژانس ته ویلي، چې خوشي شوي ریمل ویلا او رولانډ لټریرو د دغه هېواد په جنوب کې د سولو سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه کسان هغه مهال تښتول شوي وو، چې د ابوسیاف سخت دریځي ډلې له غړو سره د مرکې لپاره وتلي وو.

د ابوسیاف ډلې په باره کې ویل کېږي، چې له القاعده سره اړیکې لري او د فلپین په جنوب کې یي یو شمېر کسان برمته کړي دي.

د سولو ایالت د یو شمېر سیمو او مرکز جولو په اړه ویل کېږي، چې د اسلام پاله سخت دریځو په ولکه کې دي او دوی له دې سیمو څخه د خپلو خوندي مرکزونو په توګه کار اخلي.

د پولیسو ځايي مشر انتونیو فریرا اې پي خبري اژانس ته ویلي، چې د دواړو برمته شویو کسانو وزن ډېر کم شوی، ځکه د نوموړي په خبره دوی د برمته کېدو په موده کې تل له ډېر ذهني فشار سره مخامخ وو.

کامره مین ویلا او د غږ ثبت کوونکی میخانیک لټریرو د ټاپوګانو په ایالت کې له یوه ځنګله نه هغه مهال وتښتول شول، چې د ابوسیاف ډلې له جنګیالو سره د مرکو لپاره هغه ځای ته ورغلي وو.

د فریرا په خبره له دې دواړو کسانو سره د اردني ټلویزیون خبریال عبدالله عطايي هم ملګری و، چې په باره کې يي ویل کېږي، اوس هم د برمته کوونکو په ولکه کې دی.

"دغه ډله د فلپین په جنوبي سیمه کې، چې د خوړو له لږوالي سره مخامخ ده د امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي."

بل لور ته تښتول شوی اسټرالیايی وارن راډویل پر یوه ټولیزه ویبپاڼه ژوندی څرګند شوی دی. دغه پیغام په ډسمبر میاشت کې پاڼې ته پورته شوی، خو راډویل د تېر اپریل په میاشت کې تښتول شوی و.

راډویل، چې په ویډیو کې خورا ناتوانه معلومیده وویل، زه په شخصي توګه د خوشي کېدو کومه هیله نه وینم. ابوسیاف ډله د امریکا په متحده ایالاتو کې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده. دغه ډله د جنوبي فلپین تر ټولو کوچنۍ توند لارې ډله بلله کېږي.

دغه ډله د فلپین په جنوبي سیمه کې، چې د خوړو له لږوالي سره مخامخ ده د امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي. د دغې سیمې مسلمان لږکي له لسیزو راهیسې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. د یادونې ده، چې د فلپین مهمې بېلتون غوښتونکې ډلې مورو اسلامک لبرېشن فرنټ په دا وروستیو کې د پراخې خپلواکۍ لپاره له حکومت سره یو تړون کړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .