سرطان ناروغي د شتمن او بې وزله توپیر نه کوي

د خپريدو وخت: 06:57 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

یوه څېړنه ښيي، چې په هرو درېیو کسانو کې یو کس په یوه ډول نه یو ډول پخپل ژوند کې د سرطان ناروغۍ نښې نښانې لري.

د سرطان ناروغۍ ته په کتلو سره، دغه ناروغي په بې وزلو او شتمنو دواړو هېوادونو کې ډېره شوې ده، چې په دغې ناروغۍ اخته کسانو لکه د اعدامېدونکو کسانو په سترګه کتل کېږي.

وړاندې دا غلط نظر و، چې ګني سرطان یوازې د بې وزله کسانو ناروغي ده، خو دغه مفهوم اوس بیخي سرچپه شوی دی.

بي بي سي له جاکسن اوریم سره خبرې کړې، چې "د سرطان ضد د اوګندا د انستیتوت" مشري کوي.

په یوګندا کې د سرطان ضد ناروغی دغه یوازېنی مرکز دی، چې د کابو ۳۳ میلیون وګړو لپاره روغتیايي خدمتونه کوي.

له ډېرو بوختیاوو سره – سره، اوریم ټینګار کوي، چې د سرطان هر ناروغ پخپله معاینه کړي، چې له دغې ډلې یو هم موسا سیتیمبا دی، چې د معدې وژونکی سرطان لري.

اوریم د سیتیمبا درملنه په وړیا توګه وکړه.

اوریم په موسکا سره خپل ناروغ ته وویل چې "ته له دغې ناروغۍ په غوره توګه رغېدلی یې."

اوریم زیاته کړه "هغه څه چې ما ته ډېر څرګند شول، دا دي چې د سرطان په ناروغۍ ډېری اخته کسان عادي خلک دي، دا هغه مهال عجیبه راته ښکاره شوه، چې په طب پوهنتون کې مې همدا ډول نظریه واورېده، کتابونه مې ولوستل، خو بیا پوی شوم، چې د سرطان ناروغي پرمختللو هېوادونو او بډایه خلکو کې هم شته."

"خلک د پخوا په څېر زموږ ویناوو او څرګندونو ته ډېر غوږ نیسي، ښکاري چې موږ دلته خپل نفوذ ډېر کړی دی."

ډاکټر جاکسن اوریم

دی دا هم وايي چې "د ډېرو بې وزلو کسانو درملنه مې وکړه، او د دغې ناروغۍ په اړه د خلکو غلط نظر راته څرګند شو."

"بې ګټې"

د یوګندا دغه روغتیايي مرکز ته د ناروغو مراجعینو شمېر په کمېدا دی، دغه مرکز هر کال نژدې ۲۲ زره مریضان تداوي کوي، چې ۲۰ زره یې د خطرناکو ناروغیو له کبله مري.

اوریم وايي، د اوګندا زیاتره اوسېدونکي د سرطان ناروغۍ په اصلي مفهوم خبر نه دي، دوی چې ناروغان شي، په لومړي سر کې ډاکټر ته مراجعه نه کوي، او په دې هم نه پوهېږي، چې ګني په سرطان اخته شوي دي.

اوریم ټینګار لري، چې زیاتره "خلک د درملنې او علاج غوښتلو په ګټه نه پوهېږي، ایله په دې چې پوی شي، چې سرطان ناروغي لري، نو ارومرو یې سترګو ته د اعدام سزا ودرېږي."

اوریم د امریکا په متحدو ایالتونو کې د پړسوب څانګه لوستې بیا اوګندا ته ستون شوی او هلته د سرطان ناروغۍ د مرکز مشري پرغاړه لري.

دغه مرکز په ۲۰۰۴ کال کې د حکومت له لوري جوړ شو، چې د کلونو په تېرېدو سره په ګرد هېواد کې اوریم د سرطان ناروغۍ یو وتلی ډاکټر شو.

اوریم د خپل کار له حجم څخه شکایت نه لري، بلکې نور څیزونه یې ځوروي، دی وايي د پرمختللو هېوادونو د خلکو دا وینا یې ځوروي، چې وايي سرطان ناروغي له بې وزله سره مله ده، نه له شتمنو کسانو سره:

"خلک دا باور کوي، چې ملاریا یوه وژونکې ناروغي ده... خو سرطان هم یو ډېر خطرناک مرض دی.. په حقیقت کې سرطان په نړۍ کې د هر بل وګړي په څېر افریقايي وګړي هم نیسي."

اوریم

اوریم د سیتیمبا درملنه په وړیا توګه وکړه.

ملګرو ملتونو تېر کال په پرمختللیو هېوادونو کې د سرطان ناروغي د وختي کشفولو او درملنې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.

د امریکا مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش او د هغه ښځې لورا بوش افریقا د تیو او رحم د سرطان د کچې معلومولو په موخه یو سفر هم وکړ.

په همدې مهال، اوریم وايي، د یوګندا حکومت د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د یوه نوي ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو تکل لري.

اوریم وايي "خلک د پخوا په څېر زموږ ویناوو او څرګندونو ته ډېر غوږ نیسي، ښکاري چې موږ دلته خپل نفوذ ډېر کړی دی.''

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .