اسد وايي اسراییل د سوریې بې ثباتۍ ته لمن وهي

د خپريدو وخت: 05:23 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391
بشارالاسد

اسد ویلي، سوریه له خپله ځانه د دفاع وړتیا لري.

سوري ولسمشر بشارالاسد ويلي دي سوريه دا وړتيا لري چې پرهېواد د هرډول بريد ځواب ورکړي.

دا له هغه وروسته چې تېره اوونۍ اسراييلو پر سوريې هوايي گوزارونه وکړل د سوري ولسمشر لومړنۍ څرگندونې دي.

سوري حکومتي ټلويزيون د هغو ودانيو انځورونه ښودلي چې وايي د پوځي څېړنو يومرکز و، خو امريکايي او نورو چارواکو ويلي دي چې هغه کاروان په نښه شوى چې حزب الله ته يې وسلې لېږدولې.

جیم ميور پرې له بيروته رپوټ لري:

د سوريې د حکومتي ټلويزيون د رپوټ ترمخه ولسمشر اسد د دمشق په سفر بوخت د ايران د ملي امنيت شورا لوى مشر ته ويلي دي، چې د اسراييلو هوايي گوزارونو د هغه هيواد له موخو پرده پورته کړه.

ښاغلي اسد وويل، اسراييل له بهرنيو دښمنو ځواکونو او سوريه کې دهغوى له تړلو ډلو سره همکاري کوي چې د سوريې ټيکاو گډوډ کړي او سوري حکومت اړ کړي چې د اسراييلو او لوېديځ په وړاندې د درېدنې له خپله دريځه لاس واخلي.

خو ښاغلي اسد وويل، سوريه د او وړتيا لري چې د ننگونو پر وړاندې ودرېږي او د هر يرغلگر په وړاندې د ځان او خپلو خلکو دفاع او ساتنه وکړي.

"د خپل ځان په خاطر د برید د غبرګون توان لري"

علي عبدالکریم

خو د هغه دغه څرگندونې د غچ اخيستنې د کوم بېړني خطر څرگندويي نه کوي.

د اسراييلو له هوايي بمبارۍ درې ورځې وروسته د سوريې حکومتي ټلويزيون د نړېدلو ودانيو او زيانمنو شويو پوځي گاډو انځورونه ښودلي دي.

امريکايانو او نورو ويلي دي چې هغه کاروان په نښه شوى چې حزب الله ته يې وسلې لېږدولې .

له امکان نه ليرې نه ده، چې د جمريه په تاسيساتو کې پرکاروان گوزارونه شوي وي.

په دې ډول کېداى شي چې د بريد په اړه دواړه سره متضادې ادعاوې سمې وي.

کیمیاوي وسلې

اسراییلي چارواکو په سوریه کې د برید په تړاو تر غبرګون ښودلو وروسته اندېښنه ښودلې ده، چې ګني اسد پر کیمیاوي او نورو خطرناکو وسلو کنټرول له لاسه ورکوي.

اسراییلي مشرانو په سوریه کې تر برید څو ورځې مخکې دا وېره هم ښودلې وه، چې ګني د سوریې وسلې به د حزب الله لاس ته ولوېږي.

په لبنان کې د سوریې سفیر علي عبدالکریم دې ته اشاره کړې وه، چې ګني دمشق "د خپل ځان په خاطر د برید د غبرګون توان لري" خو اړوند چارواکي به د غبرګون ښودلو لپاره مناسب وخت او ځای وټاکي.

اېهود باراک

د اسراییلو دفاع وزیر اېهود باراک په ضمني ډول پر سوریه برید منلی دی.

د سوریې د حکومت مخالفینو اسد د اسراییلي بریدونو په مقابل کې د غبرګون په نه ښودلو ملامت ګڼلی، او دا یې اسراییلو د هغه د غاړې اېښودو او کمزورۍ سبب بللی دی.

حلب

له امنیتي اړخه، د سوریې مخالفینو ویلي، په حلب کې د حکومت له لاسې وتلې سیمې پوځ بمبار کړی، چې لږترلږه ۱۵ کسان یې وژلي دي.

پر همدې مهال، د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) ویلي، چې وسله والو د پارلمان یو وکیل، د هغه ښځه او دوې لوڼې حلب ته څېرمه وژلي دي.

د دواړو لورو له خوا د دغو خپرو شویو راپورونو بې پرې پخلی تر اوسه نه دی شوی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .