اسراییلي پوځ د حماس ۲۰ غړي نیولي

د خپريدو وخت: 10:44 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

د حماس په وینا یوه نیول شوي فلسطینی شخصیت د حماس او الفتح سازمانونو تر منځ د مرکچي رول درلود.

اسراییلي پوځیانو د فلسطینیانو د حماس ډلې ۲۰ کسان نیولي، چې په کې د فلسطیني پارلمان درې غړي هم شامل دي.

دغه کسان د غرب الاردن سیمه کې د دوشنبې په سهار نیول شوي دي.

اسراییلي پوځي مقاماتو منلې، چې یو شمېر کسان نیول شوي، خو په دې اړه يي له جزیاتو ورکولو ډډه کړې.

د حماس یو شمېر مسوولینو د نوم نه څرګندولو په شرط ایسوشیټیډ خبري اژانس ته ویلي، چې دغه نیونې غچ اخیستنه معلومیږي.

د دوی په وینا د فلسطین په بېلابېلو سیمو کې دغه کسان نیول شوي دي.

د حماس په وینا یوه نیول شوي فلسطینی شخصیت د حماس او الفتح سازمانونو تر منځ د مرکچي رول درلود.

په ۲۰۰۷ کال کې د حماس له لوري له غزې نه د الفتح له شړلو وروسته فلسطینیان وېشلي دي.

له هغه راهیسې د غرب اردن سیمه د الفتح او غزه د حماس په ولکه کې ده. تر اوسه د دواړو ډلو تر منځ د روغې جوړې هڅې بې پایلې دي.

په دې سربېره د دواړو تر منځ د سیمې وېشلو لپاره هڅې هم بې ګټې بلل شوې، خو نومبر کې پر غزه د اسراییلو له برید او ملګرو ملتونو کې د الفتح له لوري د مبصر حیثیت له تر لاسه کولو وروسته د دواړو لورویو له خوا د یوه ګډ موقف څرګندولو هڅه کېږي. د ۲۰۰۶ پا ټاکنو کې الفتح بریا تر لاسه کړه. اسراییل حماس یوه ترهګر سازمان بولي او د دغه سازمان غړي يي له دې مخکې هم نیولي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .