الازهر: ایران دې منځني ختيځ کې لاسوهنې پرېږدي

د خپريدو وخت: 06:00 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

د الازهر شیخ له ایرانه په دغه هېواد کې له سني وګړو سره د ناوړه چلند د درولو غوښتنه کړې ده.

د الازهر شیخ دوکتور احمد الطیب له ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد په منځني ختيځ کې د لاسوهنې نه کولو غوښتنه کړې ده.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد مصر ته په یوه تاریخي او لومړي سفر تللی دی.

الازهر له ایرانه دا هم غوښتي، چې "د بحرین هېواد درناوی وکړي".

د الازهر شیخ دا څرګندونې له ښاغلي احمدي نژاد سره تر یوه لیده کاته وروسته کړې دي.

الطیب پخپلو له ولسمشر احمدي نژاد سره په خبرو کې له هغه وغوښتل، چې په اسلامي هېوادونو کې د شیعه ګانو له نفوذه لاس واخلي.

د الازهر مرستیال شیخ حسن عبداللطیف الشافعي له ولسمشر احمدي نژآد سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، د الازهر شیخ "ولسمشر احمدي نژاد ته د یوه نژدې هېواد د ولسمشر په سترګه نه، بلکې د یوه ملګري هېواد په سترګه ګوري."

نوموړي دا هم ویلي، چې الازهر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره لېواله دی:

"له مذهبي اړخه موږ له یو بل څخه لیرې نه یو او غواړو چې مذهبي تړاو مو لانور سره نزدې کړي."

"د مصر او ایران ترمنځ دپلوماتیک اړیکي هغه مهال وشلېدل، چې مصر له اسراییلو سره د سولې تړون وکړ."

د الطیب په خبرپاڼه کې دا راغلي چې، "په ایران کې اهل سنت والجماعت – په ځانګړې توګه په اهواز ولایت کې – باید د هغو وګړو په څېر له حقونو برخمن شي، چې نور شیعه وګړي یې لري. دا کار باید د نړیوالو قوانینو، دودونو او اسلامي شریعت په رڼا کې وشي."

د ولسونو نژدېوالی

بل خوا، ایراني ولسمشر په قاهره کې خبریالانو ته ویلي، چې مصر ته یې سفر "د تهران او قاهرې ترمنځ د اړیکو ټینګولو لپاره پیلامه ده."

هغه دا هم ویلي، چې "د مصر او ایران ولسونه که سره یوځای شي، ډېر پرمختګ کولی شي."

احمدي نژاد پخپلو څرګندنو کې دا هم زیاته کړې ده، چې دواړه ولسونه د سیمې د ښیرازۍ په لټه کې دي چې په وینا یې "موافقه مو وکړه، چې کلتوري او علمي راکړه ورکړه مو سره ډېره شي."

د ولسمشر لومړی سفر

له تېرو نژدې ۳۴ کلونو راهیسې مصر ته د ایراني ولسمشر دا لومړی سفر دی.

مصري ولسمشر محمد مرسي د قاهرې پر هوايي ډګر د ولسمشر احمدي نژاد هرکلي ته ورغلی و.

د ایران له انقلاب (۱۹۷۹) راهیسې قاهرې ته دا د ایراني ولسمشر لومړنی سفر دی، چې د منځني ختيځ ددغو دوو مهمو هېوادونو ترمنځ په تېرو درو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دپلوماتیک اړیکي غوڅ وو.

۳۴ کلونو کې احمدي نژاد لومړی ایرانی ولسمشر دی، چې ایران ته سفر کوي.

ولسمشر احمدي نژاد د قاهرې د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې هم ګډون کوي.

دغې سرمشریزې ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم د چارشنبې پر ګهیځ ورسېد.

مصر، افغانستان او ایران د اسلامي هېوادونو غړي دي، چې دغه سرمشریزه به په راتلونکې پنجشنبې هم روانه وي.

د مصر او ایران ترمنځ دپلوماتیک اړیکي هغه مهال وشلېدل، چې مصر له اسراییلو سره د سولې تړون وکړ.

دغه تړون د هغه وخت د مصري ولسمشر انور السادات او اسراییلو ترمنځ په ۱۹۷۹ کال کې لاسلیک شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .