قاهره کې پر ایراني ولسمشر د بوټ ګوزار

د خپريدو وخت: 08:01 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391
احمدی نژاد

یو شمېر خلکو احمدي نژاد ته د ډارن نارې وهلې.

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په قاهره کې د يوه لرغوني جومات د ليدو پر مهال د اعتراض کوونکو له خوا په بوټ وويشتل شو.

بوټ ویشتونکی اعتراض کوونکی نیول شوی دی.

ظاهراً دغه بوټ پر ښاغلي احمدي نژاد نه دی لګېدلی، خو هغه سم لاسي له الحسین جوماته وتلی دی.

یو شمېر خلکو احمدي نژاد ته د ډارن نارې وهلې.

بل خوا، د مصر له مفتي دوکتور احمدالطیب سره د خبرو پرمهال د احمدي نژاد د لانجمنو خبرو خبر هم ورکړل شوی دی.

احمدي نژاد وروسته تر هغه په مصر کې له بېلابېلو ضد او نقیض غبرګونونو سره مخامخ شو، چې د قاهرې پر هوايي ډګر یې مصری ولسمشر محمد مرسي او ځینې نور چارواکي هرکلي ته ورغلي وو.

ویل کېږي، چې د الازهر پوهنتون، چې په اسلامي نړۍ کې د سني مذهبو مسلمانانو د علماوو یو لوی مرکز دی، له احمدي نژاد غوښتي، چې په اسلامي هېوادونو کې د شیعه طریقې له خپراوي لاس واخلي.

پر احمدي نژاد د یوه قهرېدلي مصري له لوري د بوټ ګوزارولو وېدیو خپره شوې ده، چې ښکاري ولسمشر نه دې پرې لګېدلی او د بوټ له ګوزاره یې سر کوږ کړی دی.

کلېکاږل ۲۰۰۸: عراقي خبریال جورج بوش په بوټ وویشت

په فلم کې لیدل کېږي، چې احمدي نژاد د قهرېدلو ځوانانو ترڅنګ په چټکۍ تېرېږي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، بوټ ویشتونکی مصری کلتور ته د سپکاوي په تور نیول شوی دی.

احمدي نژاد په قاهره کې خبریالانو ته وویل، چې مصر ته یې سفر د ایران او مصر ترمنځ د اړیکو ټینګولو پیلامه ده.

د الازهر مرستیال مفتي دوکتور حسن عبداللطیف شافعي له قوله ویل شوي، چې له ولسمشر سره یې خبرې ښې وې.

خو ځینې راپورونه وايي، چې احمدي نژاد د الازهر له مفتي سره د خبرو پرمهال پر ځینو ایډالوژيکو مسایلو د نظر اختلاف و.

خبرې

د الازهر شیخ له ایرانه په دغه هېواد کې له سني وګړو سره د ناوړه چلند د درولو غوښتنه کړې ده.

پر همدې مهال، رپوټونه وايي، چې پر هوايي ډګر د مصري او ایراني ولسمشر ترمنځ د خبرو اصلي ټکی په سوریه کې د ایران د پوځي مداخلې په نه کولو او د دغه هېواد د کړکېچ لپاره د حل لارو پر لټولو راټولې وې.

رویټرز خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزیر علي اکبر صالحي له قوله ویلي چې "د دواړو هېوادونو اړیکي په تدریجي ډول ورو- ورو په ښه کېدا دي".

نوموړي ویلي، چې ایران غواړي له مصر سره سوداګریز او اقتصادي اړیکي هم ورغوي.

دا د ایران د اسلامي انقلاب له پیل راهیسې په تېرو ۳۴ کلونو کې مصر ته د ایراني ولسمشر لومړی سفر دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې په ۱۷۹ کال کې د وخت مصري ولسمشر انورالسادات له اسراییلو سره د سولې تړون وکړ.

تر هغه وروسته د مصر او ایران ترمنځ دپلوماتیک او سیاسي اړیکي وشلېدل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .