عربستان کې د 'سي ای اې د ډرون اډه' افشا شوه

د خپريدو وخت: 11:34 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391
ډرون

یمن کې ډرون د حکومت له اجازې پرته بریدونه کوي.

امریکايي رسنیو له هغو پټو اسنادو پرده پورته کړې ده، چې وايي سي ای اې له تېرو دوو کلونو راهیسې په سعودي عربستان کې د بې پیلوټه الوتکو له جوړې شوې پټې اډې څخه ګټه اخلي.

ویل کېږي، چې دغه اډه په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې شبکې د غړو د ځپلو لپاره جوړه شوې ده، چې ډېر ترکیز په یمن کې پر بریدونو کېږي.

د ۲۰۱۱ په سپتمبر کې هم امریکايي ډرون په یمن کې د القاعدې شبکې مشر انورالعولقي وواژه.

امریکايي رسنۍ وايي، د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لپاره د سعودي عربستان دغه اډه له رسنیو پټه ساتل شوې وه.

د امریکا پوځ له سعودي عربستان څخه خپل ټول پوځيان په ۲۰۱۳ کال کې وایستل، خو وايي چې په ۱۹۹۱ کال کې د خلیج له جګړې وروسته، په ټول خلیج کې د ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ پوځيان لري.

امریکا وايي چې منځني ختيځ کې یې اوس یوازې د روزنې پوځي مامورین مېشت دي.

'د لوړې کچې هدف'

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور پربنسټ، د ۲۰۰۹ په دسمبر کې د یمن کروز توغندیو له ویشتلو وروسته، د بې پیلوټه الوتکو د جوړېدو امر شوی و.

د بارک اوباما په اداره کې دا د یوه پرمختللي جګړه ییز توکي د جوړېدو لومړی امر و، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي هم په کې ووژل شول.

که څه هم امریکايي چارواکي وايي، چې د ډرون بریدونه د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ترسره کوي، خو تازه رپوټونه وايي، چې واشنګټن کې د پاکستان سفیرې شیري رحمن خبریالانو ته ویلي، چې دغه بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړاوی دی.

انورالعولقي

انورالعولقي په ۲۰۱۱ کال یمن کې د درېیو وژل شویو امریکایانو په ډله کې و.

امریکايي چارواکو خبریالانو ته ویلي، د انورالعولقي د وژلو په اړه سي ای اې د لومړي ځل لپاره خپل پټ اسناد خپاره کړي دي.

امریکا په یمن کې د القاعدې شبکې د لوړې کچې د مشرانو په نښه کولو امر ورکړی و.

په یمن کې د حکومت له اجازې پرته څارګرې الوتکې د خپل دښمن د ویشتلو لپاره وژونکي توغندي لېږدوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي، چې د اوباما د ترهګرۍ ضد سلاکار جان برېنن، چې وړاندې په سعودي عربستان کې د څارګرې سي ای اې مشر هم و، په ریاض کې له سعودي چارواکو سره د ډرون د پټې اډې د جوړولو لپاره سلا خبرې کړې وې.

داسې ادعاوې کېږي، چې د القاعدې شبکې د مخکني وژل شوي مشر اسامه بن لادن په ګډون د القاعدې شبکې ګڼ غړي د سعودي عربستان وګړي وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .