"څارګر بریدونه‎ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی"

د خپريدو وخت: 06:33 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391
شیري رحمن

شیري رحمن وايي د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا یوازې د ډرون بریدونو له کبله ده.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د پاکستان سفیرې شیري رحمن پاکستان کې د امریکا له لوري د څارګرو الوتکو بریدونو د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

خو امریکا ادعا کوي، چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دغه بریدونه د خپل ځان د دفاع په خاطر کوي.

شیري رحمن دا څرګندونې په واشنګټن کې خبریالانو ته د خبري ناستې پرمهال کړې دي.

هغې ویلي، چې دغه څارګر بریدونه تر ډېره د ولسي وګړو په وژلو تمامېږي.

له خبریالانو سره د زړه خواله پرمهال اغلې رحمن دا هم ویلي، چې د څارګرو الوتکو (ډرون) بریدونو له کبله د پاکستان او امریکا اړیکي ترینګلي شوي دي.

هغې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله لویه ستونزه شته، خو د ستونزې د اصلي غوڅولو لپاره امریکا له زړه کار نه کوي.

دغې پاکستانۍ سفیرې دا هم ویل، چې پاکستان کې ډرون بریدونو نه یوازې سخت دریځي او د القاعدې فعالیتونه کم کړي، بلکې د ترهګرۍ ملاتړي یې لا نور پسې ډېر کړي دي.

بل خوا، د امریکا د عدلیې له وزارته په افشا شویو معلوماتو کې ښودل شوې ده چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د امریکايي وګړو د وژلو لپاره قانوني توجیه ورکړل شوې ده.

ددغه سند پربنسټ، که چېرې یو امریکایی وګړی د القاعدې شبکې د کومې څانګې مشري یا غړیتوب لري، پر وړاندې یې د څارګرې الوتکې برید او د هغه وژنه له اساسي قانون سرغړونه نه بلل کېږي.

د ان بي سي خبري اژانس پر وېبپاڼې خپاره شوي راپور کې راغلي، که چېرې د القاعدې غړی امریکایی سم لاسي ګواښ ګڼل کېدای شي او نیول یې هم ممکن نه وي، د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دې په نښه کړای شي.

د امریکا له لوري د بې پیلوټه الوتکې بریدونه د پاکستان، یمن او افغانستان پر ځینو سیمو دوام لري.

د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال ډرون بریدونه ډېر کړل، چې په ادعا یې په دغو بریدونو کې د القاعدې سلګونه شکمن غړي وژل شوي دي.

"مهم سند"

ډرون

امریکا ادعا لري، چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ډرون بریدونه کوي.

د عدلیې وزارت په دغه مهم سند کې راغلي، چې د یوه ګړي پرضد یا د هغه د کنټرولولو لپاره محکمې د ډرون بریدونو د بیا کتنې حق نه لري.

د امریکا د مدني ازادیو اتحادیه (ای سي ال یو) ویلي، دغه سند د پام وړ دی.

ویل کېږي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې انورالعولقي، چې د امریکا نیو مکسیکو ایالت کې نړۍ ته راغلی و، د ۲۰۱۱ په سپتمبر میاشت کې ووژل شو.

خو سمیر خان بیا یو بل امریکایی وګړی دی، چې د ادعا له مخې د القاعدې پر یوه وېبپاڼه کې د دغې شبکې په ګټه تبلیغات خپرول، هم په ډرون برید کې په نښه شوی دی.

د العوالقي شپاړس کلن زوی عبدالرحمن هم، چې په کلوراډو کې زیږېدلی و، یوه میاشت وروسته ووژل شو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .