"د شخصي ګټو په خاطر د ښځو د رحم لرې کولو عملیات کېږي"

د خپريدو وخت: 14:44 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

د رحم د لرې کولو عملیات ان پر هغو میرمنو هم ترسره کېږي چې عمرونه یې شل کاله وي ځکه نو مخالف ډاکټران یې غیر عادي او حیرانونکې خبره بولي.

په هند کې د مېرمنو د حقونو فعالان وايي د لسگونو زرو مېرمنو رحم (زيلانځ) د بې پروا ډاکټرانو له لورې په نااړينه توگه ايستل کېږي.

انتقاد کوونکي وايي ډاکټران دا عملیات یوازې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کوي.

چارواکي وايي شخصي روغتيايي کلينيکونه د عامې روغتیا د سیتسم د پاتې راتللو له امله جوړ شوي خو حکومت باید د دغو نا اړینو عملیاتو مخنیوی وکړي.

د رحم لرې کولو عملياتو کې زياتوالى د شخصي کلينیکونو او روغتونونو له زياتېدو سره يوځاى رامنځ ته شوى دى.

دا شخصي روغتونونه هغه تشه ډکوي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې رامنځ ته شوې ده.

د دې روغتونونو د فعاليت په اړه انتقاد کوونکي وايي حکومت بايد په منظمه د دې روغتونونو چارې وڅاري څو په دې توګه د دې چارې ترسره کوونکي د خوارو خلکو په پېسو خپل جيبونه ډک نه کړي.

له اکسافام نړيوالې مرستندويه موسسې سره په ګډه کارکوونکى ډاکټر نرېندا گوپتا وايي:

"داسې ښکاري چې د شخصي کلینیکونو لرونکي ډاکټران دې کار ته په چټکۍ سره د پېسو راټولولو د چانس په نظر گوري، له رحم سره د تړلو ناروغیو درملنه شونې ده او د رحم د لرې کولو عمليات بايد هغه مهال وروستۍ چاره وي چې هيڅ ډول درملنه پایله ور نه کړي."

ډاکټران وايي کله چې د يوې ميرمنې رحم لرې شي د دې خبرې سپينول بيا گران وي چې په رښتيا هم عمليات په ځاى وو کنه.

د رحم د لرې کولو عملیات ان پر هغو میرمنو هم ترسره کېږي چې عمرونه یې ۲۰ کاله وي ځکه نو مخالف ډاکټران یې غیر عادي او حیرانونکې خبره بولي.

اکثره میرمنې وايي ډاکټرانو ویرولي او ورته یې ویلي که د رحم عملیات ونه کړي نو د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي.

د کليوالي پراختيا وزير جرېم رمېش وايي:

"د عامې روغتیا سیستم له نسکوریدو سره مخامخ دی ځکه نو خلک شخصي کلينیکونو ته مخه کوي او پر داسې عملیاتو ډېرې پیسې لګوي چې اړتیا ورته نه وي."

خو له دې ټولو نیوکو او مخالفتونو سره سره د رحم د لري کولو د عملیاتو لړۍ روانه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .