حماس او فتح د 'یوموټی کېدو' هڅې کوي

د خپريدو وخت: 06:25 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391
مشعل او عباس

د حماس سیاسي مشر خالد مشعل له فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره په قاهره کې کتلي.

د حماس ډلې د سیاسي څانګې مشر خالد مشعل بي بي سي ته ویلي، چې د ملي یووالي د حکومت جوړولو لپار له فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره خبرې کوي.

په تېرو څو مياشتو کې د دغو دواړو ډلو ترمنځ د نژدې اړيکو نښې ليدل شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ درز په دې معنا و، چې ډېر کلونه ولسمشر يا پارلمان لپاره کومه رايه نه ده ورکړل شوې.

ښاغلي مشعل دا څرګندونې د بي بي سي له "هارډ ټاک" پروګرام سره کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې د فتح او حماس ترمنځ د نژدېوالي رپوټونه ورکړل شوي دي.

د دواړو ګوندونو ترمنځ د واټن ډېرېدا له کبله، د فلسطين ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ځنډول شوې دي، چ د مشعل په خبره دا هڅه د دواړو ګوندونو ترمنځ د شته واټن د ختمولو لپاره ده.

پر همدې مهال، قاره کې هم د حماس او فتح ګوندونو ترمنځ د نژدېوالي لپاره دپلوماتیکې هڅې روانې دي.

څو ساعته وړاندې، فلسطیني ولسمشر محمود عباس د حماس ډلې د سیاسي دفتر له مشر خالد مشعل سره وکتل.

په پام کې ده، چې مشعل او عباس به له مصري ولسمشر محمد مرسي سره هم وګوري.

خو تر اوسه په رسمي ډول د درې واړو مشرانو د کتنې خبر نه دی ورکړل شوی.

"فلسطین زموږ ټولو شریک کور دی، موږ ددغه ولس شریکان یو، حماس له فتح پرته هېڅ نه شي کولی، لکه څرنګه چې فتح د حماس له مرستې پرته هېڅ نه شي کولی"

خالد مشعل

په قاهره کې د فلسطیني څېړنو د مرکز مشر ابراهیم الدراوي، چې حماس ته نژدې سرچینه ده، بي بي سي ته ویلي چې "دا ډول لیده کاته ډېر ګټوري دي، دواړې غاړې د یووالي هڅې کوي."

نوموړی زیاتوي "که چېرې چارې له پلان سره سمې مخته ولاړې شي، اټکل دی، چې دواړې غاړې په قاهره کې د غزې تراډې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي."

په قاهره کې د فلسطیني ادارې سفیر او په عربي اتحادیه کې دایمي استازي برکات الفرا ویلي، د عباس او مرسي ترمنځ خبرې دوه اړخیزه دي، چې دواړه مشران به د فلسطیني واک پر سر وغږېږي.

بل خوا، حماس ویلي، یو پلاوی یې قاهرې ته رسېدلی، چې له مصري ولسمشر محمد مرسي سره د فلسطیني سولې او بندیانو په اړه خبرې وکړي.

داکټر صلاح البردویل، چې د حماس ډلې یو قومندان هم دی، ویلي ګوند یې ټینګار لري، چې له الفتح سره لاسونه یو او اختلافات شا ته وغورځوي.

حماس ډله له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې تراډې واکمني کوي.

دغه ډله د ۲۰۰۶ کال پارلماني ټاکنو کې بریالۍ شوه، خو له فلسطیني چارواکو سره یې اختلاف راغی.

فلسطیني اداره پر لوېديځه تراډه واک لري.

په تېرو څو میاشتو کې د دواړو غاړو ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې وه.

دوه کاله مخکې دواړو ګوندونو د لنډمهالي حکومت د جوړېدو پرېکړه لاسلیک کړه، چې په لړ کې به یې په ۲۰۱۲ کال کې په ګډه ټاکنې کوي، خو پایلې ته ونه رسېدل.

پرېکون

په تېر اکتوبر کې حماس ډلې له تېرو شپږو کلونو راهیسې په لومړي ځل د لوېديځې تراډې له سیمه ییزو ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ.

خو څارونکي په دې اند دي، چې اوس دواړې ډلې له یوبل سره د نژدې کېدو په حال کې دي.

غزه کې فتح د لومړي ځل لپاره د خوشالۍ مراسم ولمانځل.

له ۲۰۰۷ راوروسته، حماس په غزه کې د فتح ډلې کانفرانسونو ته اجازه ورکړه، چې د فتح د جوړېدو د ۴۸ کلیزې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د محمود عباس سلګونه زره پلویان ورغلي وو.

بل خوا، حماس د معمول خلاف، د فتح د جوړېدو په ویاړ هم په لوېديځه تراډه کې یو غونډه جوړه کړې وه.

د خالد مشعل په وروستیو ویناوو کې راغلي، چې "فلسطین زموږ ټولو شریک کور دی، موږ ددغه ولس شریکان یو، حماس له فتح پرته هېڅ نه شي کولی، لکه څرنګه چې فتح د حماس له مرستې پرته هېڅ نه شي کولی."

حماس له فتح ګوند سره د اسراییلو پروړاندې اختلاف لري، داسې چې وسله واله مبارزه نه مني، او له اسراییلو سره د فلسطیني چارواکو تړونونه نه مني.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .