د افریقا صحرا که "نوی افغانستان"؟

د خپريدو وخت: 08:08 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

په سیمه کې د مرکزي حکومت نشتوالي اورپکۍ ته زمینه برابره کړې ده.

شنونکي وايي، تېره میاشت د الجزایر عین امیناس غازو فابریکه کې برید او په مالي کې د اسلامپالو جنګیالیو پرضد د فرانسوي ځواکونو مداخله په لوېديځ کې د سخت دریځو اسلامپالو ضد جګړې لپاره د یوې نوې جګړه ییزې جبهې جوړېدو ته لاره هواره کړې ده.

خو ایا په افریقا کې د اسلامپالو د دغه ګواښ اندازه څومره ده؟

د امریکا د بهرنیو چارو مخکنۍ وزیرې هیلري کلنټن وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د مالي شمال شاید د اسلامپالو سخت دریځو په مرکز بدل شي.

دې ویلي وو، چې اسلامپالي غواړي له دغې سیمې په ګټې اخیستو د امریکا پرضد بریدونه طرحه کړي.

برتانوي لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون هم ویلي وو، چې دا یو "نړیوال ګواښ دی، چې شاید څو کاله او یا څو لسیزې وخت واخلي. "

کامیرون دا هم ویلي وو چې: "کټ مټ، په هماغه ډول چې پاکستان او افغانستان کې له دوی سره موږ مبارزه کوو، نړۍ باید د فریقا په شمال کې د دغه راتلونکي ګواښ لپاره یو موټی شي."

په لویه صحرا او د افریقايي ساحل په سیمه مالي، الجزایر، لیبیا، نیجر او موریتانیا کې د دغو سخت دریځو ډلو فعالیتونه نېغ په نېغه ددغو سیمو له سیمه ییزو خوځښتونو سره تړاو لري.

همدارنګه، هلته د تېریو پرضد هم خوځښتونه جوړېږي، خو دا خبره سمه نه ده، چې دا ټولې ډلې او خوځښتونه په منظم ډول خپل فعالیتونه کوي.

"که چېرې په افغانستان او پاکستان کې د اورپکو ضد مبارزه افریقا کې هم تکرار شي، شاید لانوره کرکه او تاوتریخوالی وزیږوي."

ویلیم لورانس

شنونکي وايي، د دغې سیمې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي سیمې ورته والی شته، ځکه هلته طالبان او نور جنګیالي فعال دي او دلته په غرنیزو سیمو کې د القاعدې شبکې پلوي کسان او ډلې فعالیت کوي، او له ښارونو د تېښتې په صورت کې غرونو او پټن ځایونو ته مخه کوي.

بل دا چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې حکومت واکمني نه لري، دلته هم په ځینو افریقايي لیرې سیمو کې حکومت خپل کنټرول بایللی دی.

ښکاري چې د اورپکۍ ستونزه په مالي کې اوږدېدونکې ده، چې په دې ووستیو کې د افریقا په شمال کې د دغه هېواد جنګیاليو هم د لیبیا او تونس له پاڅونونو الهام اخیستی او وسله والو ډلو له موقع په ګټې اخیستو سره د ښارونو د نیولو تابیا کړې وه.

د نړیوالو کړکېچونو د څېړندوی مرکز د شمالي افریقا د سیمې مشر ویلیم لورانس وايي: "موږ د دغو ډلو پر قوت او شمېر نه غږېږو، بلکې په نویو سیمو کې د دوی د راڅرګندېدو په اړه اندېښمن یو، ځکه چې هلته حکومت کمزوری دی، دا په تېرو دوو کلونو کې د دوی د راڅرګندېدو ښکاره دلیل دی."

د تښتونې پېښې

په اسلامي مغرب کې د القاعدې شبکه، په تېره بیا د افریقا په شمال کې تر ګردو نورو ډلو ډېره فعاله ده، چې له الجزایر څخه اسلامپالي اورپکي ورغلي او ورسره یوځای شوي دي.

دغې ډلې په رسمي ډول په ۲۰۰۷ کال ځان ته د القاعدې نوم غوره کړ.

په صحرايي سیمو کې د دغې ډلې شتون په تېرو لسو کلونو کې ورځ تر بلې ډېر شو، که سلګونه میلیونه ډالر نه وي، لسګونه میلیونه خو یې د بهرنیو تښتول شویو وګړیو د خوشي کولو په مقابل کې ترلاسه کړي دي.

الطوارق

د انصارالدین ډلې ګڼ جنګیالي د الطوارق وګړي دي.

په دغو تښتول شویو کې یو هم په ملګرو ملتونو کې د کاناډا مخکنی دپلومات رابرټ فولر و، چې په ۲۰۰۸ کې نیجر کې وتښتول شو.

تښتول شوي دپلومات د تښتوونکو د دیني حماسې او ځیرکتیا کیسې کړې دي، چې دا ټول یې په خپل یوه کتاب "په دوزخ کې موسم" کې راغونډ کړي دي.

د نوموړي د تښتوونکې ډلې مشري مختار بلمختار کوي، چې په وروستیو کې یې د "په وینو لاسلیکوونکي" په نامه یوه جنګي قطعه جوړه کړې ده، چې په اسلامي مغرب کې د القاعدې له شبکې جلا شوې ده.

دغه ډله په تېره جنورۍ کې د الجزایر په عین امیناس غازو فابریکه کې د کارکوونکو په تښتولو تورنه ده.

دوې نورې ډلې بیا د مالي د ځینو ښارونو د نیولو تکل درلود، چې په تېر مارچ کې یې د پلازمېنې تمبکتو د نیولو پلان درلود.

له دغو دغو یوه هم "انصارالدین" ده، چې له پخوانیو طوارق یاغیانو جوړه ده، او بله "د افریقا په لوېديځ کې د دعوت او جهاد لپاره" ډله ده.

وروسته تر هغه چې وسله والو د مالي شمال ونیو، د صوفي مسلمانانو ګڼ زیارتونه یې ړنګ کړل، او هلته یې سخت دریځي پیل کړه، د غلو لاسونه یې غوڅ کړل، زنا کوونکي یې رجم کړل (په تیږو وویشتل)، او ښځې یې په زور حجاب ته اړ کړې.

اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په تېر دسمبر کې وویل، چې دغې ډلې په شمالي کیدال ښار کې جنګي ځایونه جوړ کړي، تونلونه یې کیندلي او د ځانونو لپاره یې دفاعي دېوالونه جوړ کړي دي.

ټولنیز وضعیت

د مالي اورپکي

  • انصارالدین
    په ټول هېواد کې د اسلامي قانون (شریعت) د تطبیقولو هڅه کوي. یوشمېر جنګیالي یې د طوارق جنګیالیو په نامه یادېږي، چې د معمرالقذافي پلویو ځواکونو له ملاتړ وروسته له لیبیا مالي ته لېږدېدلي دي
  • د ازاواد لپاره اسلامي تحریک
    د ۲۰۱۳ جنورۍ کې له انصارالدین جلا شوې ډله ده، چې ترهګریز کارونه کوي
  • په اسلامي مغرب کې القاعده
    په شمالي افریقا کې د القاعدې څانګه ده، په اصل کې له الجزایر څخه ورغلې ده، تر ډېره له بهرنیو جنګیالیو تشکیل شوې، چې په مالي کې د اسلامي قانون د تطبیق ادعا کوي او د بهرنیانو په تښتولو مشهوره ده
  • په لوېديځه افریقا کې د یووالي او جهاد تحریک
    دغه ډله په ګرده لوېديځه افریقا کې د جهاد غځولو هڅه کوي. دا ډله د طوارق جلا شویو ضد فعالیت کوي، خو اسلامي قانون واکمنېدل غواړي
  • د ازاواد لپار د ملي ازادۍ تحریک
    د طوارق سیکولار ډله ده، چې د هېواد د خپلواکۍ هڅې کوي

د مالي په شمال کې دغو ډلو له وسله والو بریدونو او شخړو په ګټې اخیستو، خپل اسلامي او وسله وال فعالیتونه ډېر کړل.

راپورونه دا هم وايي، چې ځینې ډلې د ساحل په سیمو کې ناقانونه سوداګري کوي، تېل، سیګرټ او کوکاین په ناقانونه توګه قاچاق کوي.

غالباً په دا ډول سوداګریو کې سیمه ییز چارواکي هم ښکېل دي، چې ډېر کله د قاچاق کوونکو او وسله والو ډلو ترمنځ د نښتې لامل هم ګرځي.

ګڼو هغو کسانو شکایت کړی، چې له اقتصادي او سیاسي اړخه په یوه جلا سیمه کې ژوند کوي.

د شخړو د ادارې "باسکو" سیاسي شنونکي عماد میسدوه وايي: "په دغه سیمه کې اساسي توکي پر پرمختیا، بې وزلۍ او د مؤسسو په تیت پرکو فعالیتونو پورې اړه لري، همدارنګه، هلته د واک تشه هم شته، مصنوعي سرحدونه او نژادي اړدوړ هم اورپکو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده."

دی زیاتوي: "هلته تر استعمار وروسته هم ګنې اساسي ستونزې شته، چې لا تر اوسه نه دي حل شوې."

دوستي

په مالي کې له فرانسوي مداخلې لږ وروسته، له انصارالدین یوې جلا شوې بلې ډلې وویل، چې ګني دوی "په مالي کې هېڅ ډول سخت دریځي او ترهګر فعالیتونه نه کوي."

په اسلامي مغرب هېوادونو کې د القاعدې په نامه کتاب لیکوال اتمان تزاګارت وايي په ساحلي سیمو کې د ۱۲۰۰ او ۱۵۰۰ ترمنځ اسلامي جنګیالي دي:

"په دغه سیمه کې د غلا غدیو او جهادي فعالیتونو ترمنځ توپير کول ګران کار دی."

ویلیم لورانس بیا خبرداری ورکوي، که هلته د اسلامپالو پرضد هرڅوک تیت پرک مبارزه وکړي، شاید د ساحل دغه سیمه "نوی افغانستان" جوړ شي.

لورانس زیاتوي: "له دې پرتلې سره یوازېنۍ خطر دا دی چې موږ ډېره وېره ترې لرو."

همداشان وايي: "که چېرې په افغانستان او پاکستان کې د اورپکو ضد مبارزه افریقا کې هم تکرار شي، شاید لانوره کرکه او تاوتریخوالی وزیږوي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .