سوریه کې بیا جګړه سخته شوې ده

د خپريدو وخت: 04:28 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

د چارشنبې په ورځ د دمشق استوګنې په سیمو کې سخته جګړه شوې ده.

عیني شاهدان او د ټلوالې سرچینې وايي، د سوریې پلازمېنې دمشق شاوخوا کې مخالفو وسله والو د واکمن نظام پر پوځيانو بریدونه وکړل او جګړه پیل شوه.

د سيمې اوسېدونکيو ويلي د ورځې اوږدو کې يې د عادت پر خلاف درنه بمباري اورېدلې، او فعالانو راپورونه ورکړي، چې د شپې له پيل سره حکومت پر ځينو سيمو د هاوانونو پر له پسې ډزې کولې.

حکومتي رسنيو ويلي پوځي ځواکونو د ښار ختيزې څنډې له هغه څه پاکې کړې، چې دوی د ''وسله والو ترهګرو ځالې'' بللې دي.

د مشق په څنډو کې ډېری سيمې په ورستيو مياشتو کې د مخالفانو په سنګرونو اوښتې دي.

بل خوا، د ملي ایتلاف مشر معاذ الخطیب له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې ویلي، چې د سوریې نظام ته یې د راتلونکې شنبې تر ورځې پورې وخت ورکړی، چې بندیان خوشي کړي.

دی وايي، چې سوري ځواکونو ډېرې ښځې هم نیولې دي، که چېرې دغه ښځې خوشې نه شي، نو د سولې خبرې به بې ګټې وي.

الخطیب په قاهره کې ویلي، لېواله دی، چې د سولې خبرې له سوري مرستیال ولسمشر فاروق الشرع سره وشي، چې نوموړی هم له کړکېچه د سوریې راوتلو ته لېواله دی.

معاذ وايي، اوسنی نظام که په هر ډول وي، باید ړنګ شي که نه نو، پاڅونونه به دوام ولري.

"د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو یوه مشر انتونیو ګوتیرس په توکیو کې ویلي وو، چې د سوري کډ،الو شمېر نژدې یو میلیون ته رسېدلی دی."

بل خوا، په روانه اوونۍ کې الخطیب برلین کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي سره په خبرو کې وویل، سوري وګړي پر ایران ځکه قهرېدلي، چې د ظالم نظام پلوي کوي او د دغه هېواد ستونزه لا پسې غټوي.

رپوټونه وايي، چې د سوریې مخالف ملي ایتلاف له فاروق الشرع سره د یوې بېړنۍ غونډې د جوړېدو امر کړی دی.

فرانسه کې د دغه ایتلاف سفیر منذر ماخوس بي بي سي ته ویلي، په ایتلاف کې ډېری غړي د بشارالاسد له نظام سره خبرو ته حاضر نه دي.

ځانمرګي

رپوټونه وايي، چې سوریه کې دوو ځانمرګو بریدونو ګڼ کسان وژلي دي.

د سوریې رسمي خبري اژانس ''سانا'' ویلي، یو برید د استوګنې په یوه سمه کې وشو، چې له دمشقه نژدې ۲۲۰ کیلومتره لیرې په شمال ختيځ کې پرته ده.

الخطیب

معاذالخطیب وايي له مرستیال سوري ولسمشر فاروق الشرع سره دې خبرې وشي.

خو د ټلوالې فعالانو ویلي، چې په برید کې د پوځي استخباراتو ودانۍ په نښه شوې ده، چې لږترلږه ۱۹ امنیتي کسان یې وژلي دي.

رپوټونه دا هم وايي، چې د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د دمشق په ختيځ کې جګړه سخته شوې ده.

خبرداری

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو یوه مشر انتونیو ګوتیرس په توکیو کې ویلي وو، چې د سوري کډوالو شمېر نژدې یو میلیون ته رسېدلی دی.

سرچینه وايي، چې د دغو کډوالو لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرسته پکار ده.

ګوتیرس دا هم ویلي، چې په سوریه کې بشري وضعیت تر هر بل وخت ډېر کړکېچن دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .