هند او پر ماشومانو د جنسي تيري زرگونه پېښې

د خپريدو وخت: 18:10 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

فعالان وايي ماشومان د خپلو خپلوانو، گاونډيانو او په ښوونځيو او پلنځايونو کې له جنسي پلوه ځورول کېږي

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي د هند حکومت د ماشومانو د پراخې جنسي ځورونې په مخنيوي کې پاتې راغلى، په تېره په ښوونځيو او د ماشومانو په دولتي پالنځايونو کې. د دغې ټولنې په وينا په هند کې هر کال له ماشومانو سره د زبر زنا ۷۰۰۰ پېښې ثبتېږي.

خو کارپوهان په دې باور دي چې اصلي شمېره نوره هم لوړه ده.

د بشري حقونو د څار په ټولنه کې د سويلي آسيا د څانګې مشره ميناکشي گنگولي وايي حکومت د دې ستونزې په وړاندې مبارزه کې نا بريالى ختلى.

"د ماشومانو جنسي ځورونه په هند کې يوه پټه خو خورا جدي ستونزه ده. حکومت په دې وروستيو کې نوى قانون جوړ کړى خو پخوانۍ هڅې ټولې ناکامې وې، موږ داسې پېښې وموندل چې پوليس د پېښو په څېړنې کې پاتې راغلي، آن يې قربانيان او د هغوى د کورنيو غړي گواښلي. او هڅه يې کړې چې هغوى خپل شکايتونه بېرته واخلي"

شرم او د بدنامۍ ډار

فعالان وايي ماشومان د خپلو خپلوانو، گاونډيانو او په ښوونځيو او پلنځايونو کې له جنسي پلوه ځورول کېږي، خو آغلي گنگولي وايي د ټولنې د شرم او ډار له امله ډيرى دغه پېښې پټې ساتل کېږي. د بشري حقونو د څار ټولنې سرچينې وايي لويه اندېښنه د يتيمانو د پالنځايونو په اړه ده، د دغو آسانتياو سمه څارنه نه کېږي او داسې يوه پېښه هم ثبته شوې چې د پالنځي څښتن د انجونو د جنسي ځورونې لپاره له بهر نه خلک وروستل.

په تېر مې کې د هند پارلمان نوى قانون ومانه چې له مخې يې په لومړي ځل د ماشوم ځورونې هره بڼه ناقانونه وگرځېده خو فعالان وايي يواځې د قانون جوړول بسنه نه کوي بلکې د ټولنې، پوليسو، او دهغو روغتيا پالانو او د قضايي سيستم د کارکوونکو په ذهنيت کې بدلون ته اړتيا ده چې د دغې ستونزې په وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .