بنګله دېش کې کښتۍ ډوبه شوې، ۵۰ کسان بې درکه دي

د خپريدو وخت: 07:29 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

بنګله دېش کې د کښتیو ډوبېدو پېښې معمول دی او هر کال په کې ډېر کسان وژل کېږي.

د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته نژدې سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان بې درکه شوي دي. ویل کېږي، دغه کښتۍ ایم وې سروش نومېده، چې په مېګهنا سیند کې يي سفر کاوه او لږ تر لږه ۱۰۰ کسان په کې ناست وو.

یوه ځايي چارواکي سیف الله بادل اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې ۲۵ کسان په لامبو کولو د سیند غاړې ته رسېدلي او لسګونه نور د مرستندویه فعالانو په وسیله وژغورل شول.

د نوموړي په وینا اوس هم نژدې ۵۰ کسان بې درکه دي. په رپوټونو کې ویل شوي، چې غرقه شوې کښتۍ له پلازمېنې ډاکې څخه چاندپور سیمې ته پر لار وه، چې په منشي ګنج سیمه کې له پېښې سره مخامخ شوه.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې یاده کښتۍ له یوې بلې کښتۍ سره له ټکر وروسته ډوبه شوه.

پروسږ کال په همدې مېګهنا سیند کې یوه کښتۍ له تیلو بار ټانکر سره ټکر شوه، چې له کبله يي له ۱۱۲ ډېر کسان ووژل شول. بنګله دېش کې د کښتیو ډوبېدو پېښې معمول دی او هر کال په کې ډېر کسان وژل کېږي.

ویل کېږي، چې د دغه ډول پېښو لویه وجه په کوچنیو کښتیو کې د ډېرو کسانو سفر کول دی.

.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .