"د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وروستی ګام دی"

د خپريدو وخت: 05:07 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

جان برېنن چې ۵۷ کلن دی او اوسمهال د سپينې ماڼۍ د ترهګرۍ ضد ادارې مشر دی.

د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (CIA) مشرۍ ته نومول شوي جان برېنن د خپل هېواد د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو له بريدونو دفاع کړې ده. ده د خپل هېواد سېنېټ يا مشرانو جرګې ته وويل امريکا يوازې د وروستي ګام په توګه د بې پيلوټه الوتکو بريدونو ته مخه کوي او د ملکيانو مرګ ژوبلې مخنيوي کې ډېر پام کوي. ښاغلی برېنن وويل عام خلک پر هغو هدفونو نه پوهېږي چې له مخې يې بې پيلوټه الوتکې کارول کېږي:

"موږ يوازې دغه ډول عملونه د يو وروستي ګام په توګه ترسره کوو، کله چې د کوم عمل لپاره بل بديل نه وي چې له مخې يې ګواښ له منځه لاړ شي. موږ بايد د پوهاوي شته والی ډاډمن کړو، هغه خلک چې نن دلته ولاړ وو، فکر کوم په رښتیا يې هم د حکومت په توګه زموږ د کړنو په اړه پوهاوی سم نه دی، هغه پام چې موږ يې کوو، او درد چې کله د دې خبرې ډاډمنولو کې ترې تېرېږو چې اضافي مرګ ژوبلې بايد و نه لرو"

"موږ لا له القاعدې سره تړلو ډلو سره په جګړه کې يو، سره له دې چې پر ضد مو يې پام وړ پرمختګ کړی، بيا هم هغوی زموږ د ټاټوبي، زموږ د هېوادوالو او زموږ د ملګرو پر ضد د بريدونو هڅه کوي."

جان برېنن

جان برېنن چې ۵۷ کلن دی او اوسمهال د سپينې ماڼۍ د ترهګرۍ ضد ادارې مشر دی، د جورج بوش ادارې د حکومت پر مهال د (CIA) له خوا د پوښتنو ګروېږنو ناندرييزه پروګرام کې په خپل رول او هم د اورپکو وژنه کې د بې پيلوټه الوتکو کارونې په دودلو پېژندل کېږي. کله چې نوموړي پر دندې د ټاکلو لپاره د خپل هېواد مشرانو جرګې ته پر چمتو شوې څرګندونو پيل وکړ، د بې پيلوټه الوتکو بريدونو پروړاندې يو شمېر احتجاجيانو يې د ځوابونو ورکولو بهير کې مداخله وکړه، چې له کبله يي د لنډ مهال لپاره دغه بهیر وځنډېد. يوه احتجاجي له ځان سره پر راوړې لوحه ليکلي وو (برېنن يانې د ډرون وژنې) ښاغلي برېنن په خپلو لومړيو څرګندونو کې وويل د پياوړو استخباراتو او څېړنو لپاره اړتیا تر بل هر وخت زياته ده:

"موږ لا له القاعدې سره تړلو ډلو سره په جګړه کې يو، سره له دې چې پر ضد مو يې پام وړ پرمختګ کړی، بيا هم هغوی زموږ د ټاټوبي، زموږ د هېوادوالو او زموږ د ملګرو پر ضد د بريدونو هڅه کوي. د امريکا کمپيوټري شبکې او معلوماتي بسنټونه په ورځني ډول د دولتونو، د نړيوالو جنايتي سازمانونو، نيمه هېوادي ډلو او افرادو له لوري تر انټرنېټي بريدونو لاندې راځي. په تهران او پيونګ يانګ کې نظامونه د اتومي وسلو او لويو وچو ترمنځ ويشتونکي بالسټيک توغنديو ترلاسه کولو هوډ لري، د دې پر ځای چې خپلې نړيوالې دندې ترسره کړي، او يا هم د خپلو خلکو اړتياوو ځواب ووايي"

کله چې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره پر بنديانو د اوبو اچولو په اړه ترې وپوښتل شول، ښاغلي برېنن وويل "دا عمل د غندلو دی، او بيا بايد هېڅکله ترسره نه شي"، خو څو ځله يې له دې ډډه وکړه چې کړول يې وبولي. خبريالان وايي داسې نښې نه وې چې وښيي د استخباراتو لپاره د امريکا مشرانو جرګې د غوراوي کمېټې غړي د ښاغلي برېنن نومونې سره مخالفت لري. اټکل دی د دغه پلاوي له لوري او بيا د ټولې مشرانو جرګې له لوري ومنل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .