نایجریا کې د پولیو ضد واکسین پر فعالانو ډزې شوي

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

تر اوسه معلومه نه ده، چې د هرتورو کلي په برید کې روغتیايي کارکوونکو ته هم کوم زیان اوښتی که نه.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، چې د نایجریا په شمال کې د ګوزڼ پولیو ضد واکسین پر مرکزونو ډزې شوي چې په پایله کې يې ۱۲ کسان وژل شوي.

په لومړۍ حمله کې موټر سایکل سپرو وسله والو په کانو ښار کې د ګوزڼ ضد واکسن څلور کارکوونکي په ډزو ووژل. له دې نیم ساعت وروسته وسله والو پر هغو ښځو ډزې وکړي، چې له خپلو ماشومانو سره په هوتورو کلي کې د یوه روغتیايي مرکز مخې ته ناستې وې.

د ۲۰۰۳ کال په اوږدو کې د نایجریا مسلمانو مشرانو د ګوزڼ ضد واکسین مخالفت کړی و، د دوی په وینا د دې واکسین په کارولو سره ماشومان بې اولاده (شنډ) کېږي.

په دا وروستیو کې کانو ښار کې د کانو پر امیر له برید وروسته پر موټرسایکل د دوو کسانو پر کښېناستو بندیزلګول شوی و. کانو کې ښاریانو د بي بي سي خبریال یوسف یکاسايي ته ویلي، چې په برید کې ټپیان شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دهوتورو کلي په برید کې روغتیايي کارکوونکو ته هم کوم زیان اوښتی که نه.

بوکوحرام

د شنونکو په وینا پر کانو امیر د برید په لړکې د سخت دریځي تحریک بوکو حرام غړي لاس لري. د دې تحریک د نوم معنا ده، غربي تعلیم حرام دی. د دوی په وینا دوی د حکومت د نسکورولو او شریعت د نفاذ لپاره مبارزه کوي.

پر دغه تحریک تور دی، چې د ۲۰۱۰ په اوږدو کې يي شمالي او مرکزي نایجریا کې نژدې ۱۴۰۰ کسان وژلي دي. نایجریا د نړۍ په هغو دریو هېوادونو کې شامله ده، چې اوس هم په کې د ګوزن پولیو ناروغي شته. نور دوه هېوادونه افغانستان او پاکستان دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .