د پخواني ولسمشر بوش برېښناليک هک شوى

د خپريدو وخت: 15:48 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

مشر بوش اوس ٨٨ کلن دى او په دې وروستيو کې يې په روغتون کې درملنه کېده.

د جمعې په ورځ( د فبرورۍ/ اتمه) امريکايي پوليسو د هغه هېواد د پخوانيو ولسمشرانو جورج ډبليو بوش او د هغه د پلار برېښناليکونو ته په ناقانونه توګه د ورننوتلو يا هک کېدا د چارې جنايي پلټنه پيل کړې ده.

ويل شوي چې د بوش د کورنۍ د نورو غړيو برېښناليکونه هم هک شوي دي.

د مشر بوش يوۀ وياند جيم مګراه خبري اژانسونو ته وويل: " جنايي پلټنه پيل شوې ده خو نورو جزيياتو ته اوس نه شم تللى."

مشر بوش اوس ٨٨ کلن دى او په دې وروستيو کې يې په روغتون کې درملنه کېده.

يوې وېبپاڼې لومړى خبر خپور کړ چې د بوش د کورنۍ برېښناليکونو ته څوک ورننوتي دي.

وېبپاڼې دا هم ويلي و چې ګڼ شخصي عکسونه او ليکونه چې د دواړو پخوانيو ولسمشرانو وو او يا يې د کورنۍ د غړيو وو غلا شوي او خپارۀ شوي دي.

د بوش کورنۍ د ځينو نژدې ملګريو برېښناليکونه هم هک شوي دي.

هکرانو ظاهرآ هغه عکسونه غلا کړي چې جورج ډبليو بوش خپلې خور ته لېږلې وو او هغه انځورونه يې ښوول چې دۀ پرې کار کاوۀ.

په دغو انځورونو کې يو داسې هم و چې خپله د دۀ عکس و او د لمبېدا صحنه يې ښووله.

په يوۀ بل عکس کې مشر بوش ښکارېدۀ چې د روغتون په کټ پروت دى او د هغۀ لور اخيستى دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .