هند پر پارلمان د برید طراح اعدام کړ

د خپريدو وخت: 05:51 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391
محمد افضل ګورو

د افضل ګورو د بښنې غوښتنه لومړی د سترې محکمې او بیا د ولسمشر له لوري رد شوه.

د هند پر پارلمان د وسله وال برید طراح محمد افضل ګورو په دار وځړول شو. د هند د کورنیو چارو وزیر سشیل کومار شندې تایید کړه، چې محمد افضل ګورو په دار شوی دی.

د نوموړي په دار کېدو وروسته په هندي کشمیر کې په ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی. ویل کېږي، چې په دې سیمه کې یو شمېر کړۍ د دې سزا مخالفت کوي. د کشمیر په ځینې ښارونو کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي.

له دې مخکې د هند ولسمشر پرنب مکهرجي د محمد افضل ګورو د رحم اپیل رد کړ او د هغه د پهانسۍ پر امر يي د تایید ټاپه ولګوله. افضل ګرو د هغه برید طراح بلل شوی و، چې د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په ۱۳ تر سره شو.

په پام کې وه، چې ګورو د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۲۰ په دار شي، خو د نوموړي د مېرمنې له لوري د رحم له غوښتنې وروسته د هند د هغه وخت ولسمشر دغه سزا وځنډوله. له هغه وروسته په دې اړه دغه مساله د ځنډ ښکار شوه او تر ډېره پرې سیاسي بحثونه تاوده وو.

محمد افضل ګرو د ډیلي په تهاړ زندان کې بندي و او د سزا لپاره يې ټول تدبیرونه بشپړ شوي وو. د هغه په دار ځړولو لپاره پړی له بهار ایالت څخه رواړل شوی و او جلاد هم ورته له ګاونډي ښار میرټ څخه رابلل شوی و.

خو په دې هر څه سربېره د نوموړي د مېرمنې( تبسم) د رحم اپیل راغی، چې د هند د هغه مهال ولسمشر اي پي جي عبدالکلام يې په اړه هېڅ ډول پرېکړه و نه کړه.

په دې اړه د خبرو پر مهال د هند د کورنیو چارو وزیر سشیل کومار شېندې وویل، د هند پر پارلمان برید کې پنځه کسه سخت دریځي شامل وو، هغه برید کې ۹ کسان وژل شوي وو، چې ډېر په کې د پارلمان ساتونکي پولیسان وو. پنځه سره سخت دریځي د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوي وو.

محمد افضل ګورو

محمد افضل ګورو یو له هغو دوو کسانو دی، چې پر پارلمان یې د برید طرحه کولو کې همکاري کړې او په اعدام محکوم شوي.

پر ګورو لګېدلي هغه تورونه رښتیا وختل، چې له بریدګرو سره يي مرسته کړې وه. د هند سترې محکمې په ۲۰۰۴ کال کې محمد افضل ګورو د یاد برید مسوول وباله او هغه يي د مرګ په سزا محکوم کړ.

تېر کال د نومبر په ۱۶ د هند ولسمشر د نوموړي د مرګ د سزا پرېکړه د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته بېرته واستوله. له دې وروسته د روان کال د جنوري په ۲۳ ولسمشر پرنب مکرجي د افضل ګورو د رحم غوښتنه له ردولو وروسته د کورنیو چارو وزارت ته واستوله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .